دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 154991
صفحه نخست » افغانستان » د عطا محمد نور په هکله د ولسمشر غني پرېکړه او د جمیت اسلامي تند غبرګون

د بلخ والي عطا محمد نور استعفا په هکله د ولسمشر غني پریکړې پر وړاندې د صلاح الدین رباني په مشری جمعیت اسلامی ګوند تند غبرګون وښود.

د جمعیت اسلامي د ښاغلي نور استعفا په اړه د افغانستان د جمهوری ریاست پرېکړه د افغانستان د امنیت او ثبات پر خلاف یو عجولانه، غیر مسئولانه او خلاف ګام وباله.

جمعیت اسلامي ګوند په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ګوند د جمهوري ریاست دغه پرېکړه په کلکو ټکو غندي او د ملي یووالي حکومت د موافقې خلاف بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي نور څو موده وړانې له خپل مقام څخه یې استعفا کړی وه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې انجنیر محمد داود د بلخ د نوې والي په توګه د ولسمشر غني له خوا په دنده ګمارل شوی.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې ځینو کریو په ښاغلي نور د بلخ له ولایته د استعفا کولو فشارونه زیات کړي.

د جمعیت اسلامي ځینې سرچینې له دې وړاندې ویلي وو چې، په ښاغلي نور د استعفا په خاطر فشارونه د’غوښتنو ‘ په څېر مطرح شوي.

بلخوا په وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګواکې ښاغلي نور د ولسمشر ماڼی له خوا له خپل دندې لیرې شوی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoe8zzjh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته