دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 154793
په هلمند کی د ۲۰ تنو طالبانو وژل کیدنه
هلمند امنیتی چارواکی په دی ولایت کی د ۲۰ تنو طالبانو وژل کیدو څخه خبر ورکوی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عمر زواک د هلمند والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس سره په اړیکه کی وویل؛ د دولتی ځواکونو هوایی او ځمکنې مشترک عملیاتونو په نتیجه کی، د تیرو څو ساعتونو په لړ کی د ګرمسیر، مارجه، ناوه او ګرشک ولسوالیو کی ۲۰ تنه طالب وسله وال وژل سوی دی.
په دی عملیات کی امنیتی ځواکونو او ملکی خلګو ته کوم زیان نه دی اوښتې.
زواک زیاته کړه: همدارنګه د عملیات په جریان کی ۲۶ حلقه ماینونه چی د امنیتی ځواکونو په لاره کی ځای پرځای سوی وو، د امنیتی ځواکونو انجینیری ټیمونو له لوری کشف او خنثی کړل سو.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
هلمند د هیواد ناامنو ولایتونو څخه دی چی اوس ددی ولایت مرکز او څو ولسوالیو کی د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دی.

https://avapress.com/vdceoe8zxjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته