په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې فراه ، لوګر ، لغمان ، پروان ، ننګرهار او غزنی ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۵۵ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د هلمند او تخار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل