دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 131455
قمه وهل سنت که بدعت!
یو دلویو وسیلو څخه چی د غرب نړی دشیعه مذهب په وړاندی ځینی استفاده کوی همدا دقمه وهلو مسئله ده او دهغوی هدف ددی قیام حذف او یا کمرنګه کول او په نهایت کی داسلام انحراف د قمه وهلو دمسئلی څخه او دهغه داحاکمو څخه او دشیعه مذهب بدنامه کول دی.

یو دلویو وسیلو څخه چی د غرب نړی دشیعه مذهب په وړاندی ځینی استفاده کوی همدا دقمه وهلو مسئله ده او دهغوی هدف ددی قیام حذف او یا کمرنګه کول او په نهایت کی داسلام انحراف د قمه وهلو دمسئلی څخه او دهغه داحاکمو څخه او دشیعه مذهب بدنامه کول دی.
د افغان غږ خبری آژانس دخبر ګزاری په بیان سره، سید حسن حسینی نسب؛ د اهل بیت مداح د قمه وهلو موضوع ته په اشاری سره وویل: په هر موضوع او هدف کی دوه لاری وجود لری یو مستقیم لاره او یو منحرف لاره چی د اسلام دین او پیامبر او اهلبیت هم ددی دوو لارو څخه مستثنا نه دی او دامام حسین ازاداری هم ددی دوو لارو څخه برخمن دی.
هغه اضافه کړه: ننی دشمن د محرم دحادثی څخه ترموږ ډیر معلومات لری د امام حسین(ع) عزاداری یی څیړلی دی او پوهیږی چی ددی حادثی په تجلیل سره د اسلام دین څومره پر جامعی باندی تاثیر لری چی ددی حادثو څخه یو دامام حسین (ع) عزاداری یا ماتم دی.
حسینی نسب دامه ورکړه: عزاداری هر کال د امام حسین(ع) لپاره د بشر لپاره آزادګی په ارمغان راوړی او د محرم میاشت هر کال دخدای، پیغمبر او اهلبیت سره مینه د ټولو مینه والو په زړو کی تازه کوی او نه پریږدی چی پسمانده سی.
د غرب په نړی کی د امام حسین دقیام پراختیا
د اهل بیت مداح تصریح کړ: د پیغمبر د نازنین وجود څخه وروسته په هیڅ الهی ادیانو کی هیڅ حرکت د امام حسین(ع) په عظمت نه وو ترسره سوی او په همدا دلیل داسلام نړی ورځ په ورځ پراختیا کوی حتی د غرب په نړی کی هم دامام حسین (ع) قیام د یو بشری حرکت په حیث د ځای پرځای کیدو په حال کی دی.
هغه اظهار درلودی: هغه وخت چی دا حرکت په کال کی یو ځل اسلامی ارزشونه مسلمانانو ته تکراروی نو دشمن دهغه د تضعیف کولو او دهغه دخدشه دار کولو لپاره فعالیت کوی او دهغوی هدف ددی قیام له منځه وړل او کمرنګه کول دی او په نهایت کی که په دا دوو کاروکی کامیابه نه سو نو دهغه دانحراف لپاره د قمه وهلو او احاکمو څخه په استفادی سره د شیغه مذهب بد نامه کوی.
حسینی رشید دنیکان دخصوصی مکتب مسئول په بلخ کی وویل: پیغمبر (ص) ویلی دی چی مینه دحسین سره یو ګرما دی چی هیڅ وخت نه یخیږی، دا شخص او دهغه قیام به هیڅ وخت له منځه ولاړ نه سی او تر قیامته به ادامه لری ځکه چی بشر دهغه دتوسعی لپاره تلاش کوی.
هغه خاطر نشان کړ: ددی عزاداری د جوړولو څخه هدف ددی انقلابی حرکت دنوم او یاد ژوندی پاته کیدل، دالهی شعارو حفظ او داسلام ددین احیا دی او دا ټوله یو شی ته ګرځی چی هغه دخدای تعالی عبادت دی.
د نیکان د خصوصی مکتب مسئول وویل: باید وګورو چی زموږ عزاداری سنت دی که بدعت او دا په څو شیانو باندی تړلی دی چی خدای تعالی دبقری په سوره کی وفرمایل: زما بندګان باید آسانی اختیار کړی یعنی خدای خپلو بندګانو ته سختی نه دی خوښ د همدی لپاره دی چی وایو بسم الله الرحمن الرحیم نو داسلام دین د آسانی دین دی.
حسینی رشید عنوان کړ: که موږ غواړو دخپل خالق څخه پیروی وکړو باید قمه ونه وهو ځکه چی خپل ځان ته مو سخت نیولی او ضرر رسولی دی که دا عمل ترسره کړو نو ددین څخه لیری تللی یو په داسی حال کی چی په اسلام کی افراط او تفریط ځای نه لری.
د قمه وهلو روایات د حضرت زینب په خصوص کی درواغ او محض دی
حجت الاسلام والمسلمین سید محمد موسوی دتبیان دمرکز مسئول په بلخ کی وویل: د قمه وهلو ټول تاریخ صفویه او قاجاریه ته ګرځی او ددی تاریخ نه مخکی قمه وهل وجود نه درلودی خو د قمه وهونکو استدلال دادی چی حضرت زینب خپل سر محمل باندی وهلی دی خو دا روایت سند نه لری او دهغه راوی مشخص نه دی او یو درواغ دی.
هغه ابراز درلودی: هغه وخت چی امام حسین (ع) د جنګ دمیدان پرطرف په حرکت کی وو د خپل کور ټول غړی یو ځای کړ او وویل زما دقتل وروسته خپل مخ مه خراشوی، ګریبان مه څیری، بی ځایی خبری مه کوی او صبر وکړی ښه که حضرت زینب دا عمل ترسره کړی وای نو د هغه دامام زمان ددستور په خلاف نه وو.
حجت الاسلام موسوی وویل: د قمه وهونکو یو بل دلیل د فاطمی ښځو لطمه وهل دی او دا چی په دی اړه ټول سندونه ضعیف دی بل که رښتیا وی دښځو لطمه وهل د لاس په ورغوی وو او که اوس راسی دا عمل په قمه وهلو ترسره کړی نو ډیر فرق لری په داسی حال کی چی په روایاتو کی نه دی راغلی.
قمه وهل یو مطلق بدعت په اسلام کی
نازنین رحیمی د یوولسم صنف شاګرد وویل: قمه وهل مطلق بدعت دی، امام حسین (ع) خپله وینه داسلامی ارزشونو لپاره ورکړه او موږ هغه وینه چی کولای سی د څو مومنو کسانو ژوند وژغوری هغه بی ځایه کوو او دامام دقیام دبدنامی باعث هم ګرځو.
حسین رحیمی یو طلبه هم اضافه کړه: ځینی افراد پوه یا ناپوه د قمه وهلو عمل ترسره کوی په هغه صورت کی چی دا عمل په اسلام کی هیڅ ځای نه لری او حتی ډیر آیاتونه هغه منع کړی دی او دشیعی ټوله عالی قدره عالمان دا کار جایز نه بولی او دهغه مرتکبین منع کوی.
هغه بیان درلودی: د امام قیام په هر وخت کی خلګو ته پیام او درسونه درلودلی او لری او زه د ټولو قمه وهوونکو څخه چی په دا کار دا قیام خدشه داره کوی غواړم لاس واخلی او دامام حسین(ع) هدف پیدا کړی.
ویل کیږی: دا جلسه د ډیرو محصلینو په حضور ترسره سوه محصلین خپل سوالونه دقمه وهلو په اړه مطرح او ځوابونه ترلاسه کړ.
د یادولو وړ دی چی د محصلینو آزاد جلسه هره هفته دجمعی په ورځو د سهار په ۹:۳۰ ساعتو کی د مختلفو فرهنګی، دینی، سیاسی، اجتماعی او پوهنیزه موضوعاتو سره د محصلینو په حضور سره دتبیان دفرهنګی او اجتماعی دفتر بلخ کی دایر کیږی.

https://avapress.com/vdcenz8znjh8xei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته