دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 141850
طالبانو خپل پسرلني عملیات پیل کړل
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ټول افغانستان کې یې خپل دوه پړاویزه پسرلني عملیات پیل کړي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د خبرپاڼې له مخې؛ د لومړي پړاو عملیات په هغو سیمو کې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو لپاره پیل شوي او په دوه یم پړاو کې ځانمرګي بریدونه، چریکي جګړې او پر دولتي دولتي ودانیو بریدونه د پاملرنې وړ دي.
د طالبانو پسرلنيو عملیاتو ته منصوري نوم ورکړ شوی، چې د جمعې له ورځې په ټول هېواد کې پیل شول.
طالبان په خپلو عملیاتو کې پر ځانمرګو بریدونو ډېر تمرکز کړی؛ خو ملي دفاع وزارت وایي، د وسلوالو د حملو د شنډولو لپاره تیاری لري.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي، د دوی عملیات تش تبلیغاتي بڼه لري؛ طالبان د خلکو له وژلو پرته بل کار نه لري.
ځینو سرچینو ویلي، چې ټاکل شوې وه طالبانو پسرلني عملیات مخکې پیل کړي وای؛ خو په وینا یې د حقاني شبکې او کویټې شورا تر منځ خپلمنځي اختلافونه د دې سبب شوي، چې دغه عملیات له ځنډ سره پیل شي.
دوی زیاته کړې، چې د طالبانو مرکزي هسته له حقاني شبکې سره په پیسو ورانه شوې؛ خو د پاکستان د آی اس آی د افغانستان برخې مسوول له مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق سره دغه اختلافونه حل کړي دي.
د دوی په وینا؛ آی اس آی د کوټې شورا او حقاني شبکې تر منځ د اختلافونو د حل لپاره منځګړیتوب کړی دی. د کویټې شورا هر قومندان ته د میاشتې څلور سوه زره کلدارې معاش ټاکل شوی دی. حقاني شبکه بهرنۍ مالي سرچینې په واک کې لري، چې کولی شي هره میاشت له شپږ سوه زره تر یو میلیون کلدارې تر لاسه کړي. د روسیې، ایران او عربي هېوادونو مرستې د کویټې شورا او حقاني شبکې تر منځ د عملیاتو له مخې وېشل کیږي. هر مالي اختلاف، چې په راتلونکې کې را منځته کیږي؛ د مولانا فضل الرحمان، مولانا سمیع الحق او پاکستانيو جنرالانو پر منځګړیتوب حل کیږي.
کویټې شورا حقاني شبکې او آی اس آی ته ویلي، چې که کافي پیسې ورنکړشي، په افغانستان کې شدید جنګونه نه شي تر سره کولی.
ویل کیږي؛ امریکا افغانستان ته نور اووه لس سوه سرتېري را ولیږي. دغه سرتېري به د هغو سرتېرو ځای ونیسي، چې وار له مخکې په دې هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې په ماموریت کې ښکېل دي.
محمد رادمنش زیاتوي، مونږ د دغو سرتېرو له شتون هرکلی کوو، ځکه د دوی ماموریت د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ډېر ګټور دی.
طالبانو د تېر کال په جنګي موسم کې تر ډېره د ښارونو او ګڼ میشتو مرکزونو پر سقوط تمرکز وکړ؛ خو افغان ځواکونو د لوړو تلفاتو په ګاللو وسلوال پرینښودل، چې دې هدف ته ورسیږي.
https://avapress.com/vdcenz8z7jh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته