د بلخ والي او جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور د نظم عامې پولیس له خوا د خپره شوې جنجالي مکتوب په اړه تند غبرګون او ادعا یې وکړه چې دا لومړی ځل نه دی چې د هېواد یوې لویې قومي ډلې ته سپکاوې کیږي.
نوموړی د ملي یووالي پر حکومت تور پورې کړ چې له کلونو راهیسې د حکومت مشرانو او ارګ ته نژدې کسانو د قومي تصفیې په کړنو بوخت دي.
ښاغلي نور په یوه بیان کې لیکلي، چې د مخابراتو، معارف، او د اقتصاد وزیرانو، والیانو ګوښه کول، د ځینو لوړپوړو چارواکو په صلاحیتونو کې محدودیت رامنځته کول، او د بېلا بېلو قومنو ترمنځ نفاق رامنځته کول د حکومت له قومي تصفیې هڅو څخه پرده پورته کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نظم عامې پولیس وروستي مکتوب د کورنیو چارو وزارت په نظام کې د نفاق او تبعیض له ستونزو پرده پورته کوي او د دغه وزارت په مشرتابه کې د موجود کمزوري هم په ډاګه کوي.
ښاغلي نور وایي، د جمعیت اسلامي ګوند او نورې ملاتړې ډلې به ډیر ژر د ورته دسیسو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.
د نظم عامې پولیس دغه مکتوب چې له څو ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي، په کې راغلي دي چې د نظم عامې په نوې تشکیلاتو کې دې د تاجک قوم د وګړو پرته د هېواد نورې وګړي د هزاره، پښتون، او ازبک په ګډون جذبې شي.
د کورنیو چارو وزارت د دغه مکتوب په لیکلو کې د ادارې کارکوونکو تېروتنې مني خو یاد وزارت وایي چې د دغه مکتوب اصلي هدف دا و چې د نظم عامې پولیس په نوې تشکیلاتو کې له تاجک قوم څخه د نورو منسوبینو د جذبولو لپاره اړتیا نه لیدل کیږي ځکه له یاد قوم څخه په کافي اندازه د نظم عامې پولیسو په لیکو کې کار کوي.