دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 132058
د عاشورا مراسم د لښکرګا ښار په جعفري جامع او یو شمېر نورو جوماتونه کي ترسره سوه
پر همدې مهال دیني علماوو او دولتي مسولینو د امام حسین پر ژوند، کارنامو او د افغان ولس ترمنځ پر یووالي خبري وکړې.

پر همدې مهال دیني علماوو او دولتي مسولینو د امام حسین پر ژوند، کارنامو او د افغان ولس ترمنځ پر یووالي خبري وکړې.
دوئ پر ټولو ولسونو ږغ وکړ، چي د پردیو د دسیسو په وړاندي متحد او یو مټي سي.
دوئ له مخالفینو هم وغوښتل، چي نور د مومنو افغانانو د ویني تویولو پر ځای د سولي لاره خپله کړي.
سږ کال هم هلمند کي د عاشورا مراسم د لښکرګا ښار په ټولو تکیه خانو او جوماتونو کي ترسره سوه، خو د واټونو او سړکونو پر ځای دا ځل ټول مراسم په جوماتونو کي دننه ترسره سوه.
په دې مراسمو کي د تل په څېر زرګونو اهل تشیع سپین ږیرو، ځوانانو ښځو او ماشومانو ګډون کړی و.
د مراسمو په پېل کي شیخانو دیني عالمانو د عاشورا د ورځو فضلیت، د امامینو فلسفه، په ځانګړي توګه د حضرت امام حسین رض او د هغه د ټولي کورنۍ د شهادت معصومیت او مبارزې په اړه بشپړه وینا وکړه.
دوئ د امام حسین قیام او د هغه جدجهد د نړۍ د مسلمانانو لپاره د یووالي د ظلم پر ضد د پاڅون يو مسولیت وباله.
دیني عالمانو د افغانستان د ټولو مسلمانانو افغانانو، مشرانو او کشرانو ترمنځ د یووالي سولي امن د رامنځته کېدو په لاره کي د هڅو غوښتنه وکړه او دغه راز يې د پردیو په لمسون د تفرقه اچولو مذهبي سمتي او نورو تعصبونو د مخنیوي توصیه وکړه.
د ولایتي شورا رئيس محمد کریم اتل خپلو خبرو کي په کابل کي ورستۍ ترهګریزه پېښه وغندل، چي د عزادارۍ د مراسمو پر ځای ترسره سوه آو هلته يې د ګڼو هغو خلکو وینه تویه کړل، چي په عبادت بوخت وو.
اتل وویل پکار ده، چي باید ټول په ګډه د همدې ډول دښمن پر ضد مبارزه وکړي او اجازه ورنکړي، چي په جوماتونو او دیني مراسمو کي د ولسونو وینه تویه کړي.
په همدې ترڅ کي د عامي روغتیا ریاست د بست روغتون ګرځنډه ټېمونه د جوماتونو سره نږدې ځای پر ځای سوي وه، ترڅو د صدقه کوونکو وینه را ټوله او خوندي کړي.

دلته ګڼ شمېر ځوانان او سپین ږیري راغلي دي، دوئ په خورا شوق او ذوق سره خپله وینه ورکوي، ترڅو بست روغتون يې د اړتیا پر مهال د ناروغانو ژوند پرې وژغوري.

d

وینه ورکوونکي وايي، دا صدقه ده، چي باید ټول ولسونه يې پر ځان وجیبه وګڼي.

دوئ د جنګ د ښکېلو خوا وو غوښتنه وکړه، چي د ویني تویولو پر ځای د سولي لاره غوره کړي، د خلکو ژوند وژغوري او له ناروغانو او نورو اړمنو سره مرسته وکړي.

https://avapress.com/vdcenw8zvjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته