دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 146954
بغلان کي ترافیکی پښي ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي
بغلان چارواکي ویلی، په یاد ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.


د افغان غږ(آوآ) آژانس د خبرله مخی، د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ په کېله‎ګي سیمه کې د ۴۰۴ډوله موټر اوښتو له امله ۱۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶ تنه نور ټپیان دي.
د بغلان ولایت چارواکی زیاتیوی، دغه پېشه پرون د یاد ولایت د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي په سیمه کې رامنځ ته شوې.
په شمال کې د ۸۰۸ سپین غر زون ویاند محفوظ الله اکبري په دی اړه رسنیو ټه وویل، یاد پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د مسافرو یو ۴۰۴ ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.
ویلکږی، دغه موټر له کابل څخه مزار شریف ته په لار و، په کې د ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

https://avapress.com/vdcenp8zejh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته