دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 125551
امریکايي چارواکي او رسنۍ نړېوالو ته د افغانستان د جګړې په اړه درواغ وايي
ناټو او امریکا د ۲۰۱۴ کال په پای کې اعلان وکړ چې د افغانستان جګړه پای ته رسېدلې، خو له دې اعلان وروسته هم د ناټو ۱۲۰۰۰ سرتېري په دې هېواد کې مېشت دي.

 امریکايي چارواکي او رسنۍ خپل ولس او نړیوالو ته د افغانستان د جګړې په اړه درواغ وايي.

سرچینې زیاته کړې، امریکايي چارواکي او رسنۍ خپل ولس او نړیوالو ته وايي، چې د افغانستان جګړه پای ته رسېدلې، په داسې حال کې چې جګړه د تېرو کلونو په پرتله لا ‌ډېره شوې ده.

ورځپاڼې په کابل کې د تېرې سې شنبې برید ته په اشاره لیکلي، چې غربي رسنیو دې خبر ته دومره پوښښ ور نه کړ، چې د خلکو پام ور وګرځي او د خپلو چارواکو ادعا ورمعلومه شي.

ډېلې بيسټ لیکلي، طالبانو خپل پسرلني عملیات په داسې چاودنو او بریدونو پیل کړل، چې په ځمکنیو جګړو کې یې هم پام وړ پرمختګونه کړي او د خپل ځواک د ښودلو لپاره یې د کابل په تر ټولو خوندي سیمه کې د ملي امنیت پر ریاست خونړی ځانمرګی برید وکړ.

د ورځپاڼې له قوله؛ ناټو او امریکا د ۲۰۱۴ کال په پای کې اعلان وکړ چې د افغانستان جګړه پای ته رسېدلې، خو له دې اعلان وروسته هم د ناټو ۱۲۰۰۰ سرتېري په دې هېواد کې مېشت دي.


https://avapress.com/vdcenn8zzjh8wni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته