دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 137053
دسولۍ عالی شورا ریس، پيرسید احمد ګیلانی پرون وفات شو
پیر سید احمد ګیلاني، د مرحوم سید حسن ګیلاني زوی په ۱۳۱۱ هجری شمسی کال کې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، دافغانستان د سولې عالي شورا رییس او د ملي محاذ د ګوند هم ریس وه.. ګیلاني د هغې ناروغۍ له امله چې لرله یې په د کابل په یوه روغتون کې ومړ.د ښاغلي ګیلاني د دفتر منشي په دی اړه ویلی. چې د سولې د عالي شورا رییس جنازه د یک شنبه په ورځ کور ته یې لېږدول کېږي.

په دی حال کي هم ولسمشر محمد اشرف غني د سولې عالي شورا د مشر او جهادي رهبر پیر سید احمد ګیلاني پر مړینې خواشیني څرګنده کړه او د هغه مړینه یې لویه ضایعه بللې ده.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر لخوا لیکل شوي، په خواشینۍ سره خبر شوم چې د ملي اسلامي محاذ د ګوند مشر، جهادي رهبر او د سولې د عالي شورا مشر ښاغلی پیر سید احمد ګیلاني د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

سرچینوزیاتیوی، پیر ګیلانی له هیواد څخه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د ارام او مهربان شخصیت او د افغانستان د جهادي رهبر په توګه جهادي تنظیمونه، مشران او د افغانستان خلک سوله ییز ژوند، یووالي، اتحاد او د هېواد په ودانولو کې فعال ګډون ته وهڅول.

د ولسمشر په وینا پیرصاحب د خپلو ارزښتناکو هڅو په پایله کې په ۱۳۷۷ کال کې د سیاسي ټولنو، جهادي او علمي شخصیتونو په همغږۍ د سولي یووالي ټولنه جوړه کړه او په بُن کنفرانس کې یې د هیواد د سوکالۍ او افغان ولس د هوساینې په موخه ولسواک نظام را منځته کړ.

ښاغلي غني ویلي، چې تېرکال نوموړی د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو او د ده په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکرات په بریالیتوب ترسره شول. د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه ده.

خبرپاڼه کاږي، پیرګیلاني په ۱۳۱۱ ل کال د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کي د طریقت د لوی مرشد مرحوم نقیب صاحب په کور کې وزېږېد. لومړنۍ زده کړې یې په امام ابوحنیفه مدرسه کې وکړې او د شرعیاتو پوهنځی یې کابل پوهنتون کې ولوست. پیرسید احمد ګیلاني د ولسواکۍ په لسیزه کې د ۱۳۴۳ل کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې د یو اغېزمن او مطرح شخص په توګه فعال ګډون وکړ.

ولسمشر غني زیاته کړې د مرحوم پیرسیداحمدګیلاني د وفات له امله د ده معززې او روحاني کورنۍ، د افغانستان مجاهد ولس، د ملي اسلامي محاذ مشرتابه او د جناب پیرصاحب پيروانو او علاقمندانو ته تسلیت ویلي او د خدای تعالی په دربار کې خپل دغه قدرمن مشر او جهادي رهبر ته د فردوس جنت دعا کوي.
https://avapress.com/vdcenf8zxjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته