دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۰۷
د مطلب کود : 147656
د کابل ورودی دروازو باندی د تلاشی لپاره د څلورو اسکنرو نصبیدل
د کابل عمومی ګارنیزیون قوماندانی د کابل ښار ته د داخلیدونکو وسایطو تلاشی لپاره د څلورو اسکنرو د کار پیلیدو څخه خبر ورکوی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال افضل امان د کابل قوماندانی ګارنیزیون سرپرست وایی چی سبا د اسد پر ۱۴ تاریخ باندی نوی ماموران چی د اسکنر ماشینونو څخه ګټه اخیستنی لپاره زده کړی لیدلی، خپل کار شروع کوی.

د هغه په وینا، ددی اسکنرونو د کار په شروع کیدو سره به د هیواد پایتخت امنیتی وضعیت به ښه سی.

د ښاغلی امان په باور، ددی وروسته درانه وسایط چی ډیر وزن لری د کابل دروازو څخه تیریدلو پر مهال دقیق تلاشی سی.

ښاغلی امان وایی چی هر یو ددی اسکنرونو څخه د څلورومامورانو له لوری چی زده کړی یی لیدلی اداره کیږی چی کولای سی مخدره توکی، اسلحه او چاودیدونکی توکی تشخیص کړی.

ویل کیږی چی د کابل ښار ورودی دقیق نه کنترول، په پایتخت کی د چاودنو او ناامنیو اصلی لامل حسابیږی.

https://avapress.com/vdcenf8zpjh8epi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته