دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 130852
یو ښه لاسته راوړونکی سفر او دګاونډی حساسیت!


دلوی اختر په دریمه ورځ رئیس جمهور اشرف غنی دځینی حکومتی خلګو سره وهندوستان ته سفر وکړ. ویل کیږی چی دا سفر دهندوستان دنخست وزیر په دعوت سره سرته رسیدلی دی. دا سفر ښه لاسته راوړونکی درلودی. یو هم دیو میلیاردی دالرو کمک دافغانستان سره وو. هغه څه چی دډلییزی رسنی پواسطه خبر راکړل سوی دی دا کمکونه به دافغانستان داقتصادی زیربنا دتقویت لپاره په مصرف ورسیږی.
ددی سفر دیو سیاسی لاسته راوړنی څخه ددری هیوادو ترمنځ دتفاهم نامی امضا کیدل دی چی دادری هیوادونه عبارت دی د افغانستان، هندوستان او دامریکا متحده ایالات.
که څه هم ددی سفر توصیف سوی خو دپاکستان مخکی له مخکی حساسیتونه هم دنظره نه سو تیرولای.
ډیر وختونه کیږی چی دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکی سوړ سوی دی او ددی اړیکو دسمیدو لپاره هم کو اقدام په لاس کی نه لری.
البته دا دافغانستان حق دی چی دپاکستان غیری مناسب سیاستوته مناسب ځواب ورکړی؛ ځکه دافغانستان حکومت ددوو کالو راهیسی ډیر تلاش کړی دی چی دافغانستان او پاکستان اړیکی سم کړی. رییس جمهور غنی دخپلی ریاست په لومړیو ورځو کی وپاکستان ته سفر وکړ چی دهغه ځای دمقاماتو سره لیدنه وکړی، دافغانستان دحکومت موضوع وپاکستانیانو ته تشریح کړی او دافغانستان حسن نیت وپاکستانیانو ته ورسوی تر څو دپاکستان خصمانه سیاست دافغانستان په وړاندی تغیر وکړی او دواړه هیوادونه د ګاونډی په حیث یو دبل سره په ښه توګه ژوند وکړی.
خو دامخکی توب دپاکستان پر سیاست مدارانو او استخباراتو باندی کوم تاثیر ونه کړ او دتروریستانو حمایت ته په افغانستان کی ادامه ورکړه. ځینی په دی نظر دی هغه څه چی دالقاعدی په نامه په شرقی مناطقو کی وژنی او بی رحمه عمل کوی دپاکستان داستخباراتو څخه دی چی دالقاعدی دنوم څخه په استفادی سره په افغانستان خپل دشمنی ته ادامه ورکړی.
په هر حال هغه ګام چی رییس جمهور غنی دهند ددوستی په لاره کی ایښی دی که څه هم دافغانستان داکثریت خلګو خوښه ده. مګر دا دوستی هغه وخت ثمر ته رسیږی چی مولفی او متممی ترنظر لاندی ونیول سی. لومړی داچی دپاکستان دحکومت سره قطعه والی منځته رانه سی، که څه هم دپاکستان حکومت زموږ دخلګو سره ډیری جفاګانی کړی دی او نن ډیری کورنی دپاکستان دمداخلی له وجه دخپلو زامنو وغم ته ناست دی او دزامنو او ځوانانو غیری موجودیت دټولو پرزړو باندی داغ او حسرت رامنځته کړی دی. خو بیاهم دیو مسالمت آمیزه ژوند لپاره باید د سیاسی مذاکری او دوجانبه تفاهم لاره دهمسایګانو سره ونیول سی. خلګ داامید لری چی دهندوستان سره نږدی اړیکی، پاکستان ترفشار لاندی راولی او هغه پوه سی چی په خشونت او وینی تویونی خپلو منافعو ته نه سی رسیدلای.
دوهم داچی دهندوستان سره دنږدیتوب سیاست کامیابی ته نه سی رسیدلای بیله دا چی رئیس جمهور دحکومت په داخل کی دطالبانو دشناسایی لپاره ګام اوچت کړی. دداسی اشخاصو شناسایی لومړی ګام دی او دوهم ګام داخلګ دحکومتی منصبو څخه لیری کول دی داطلاعاتو لاره ددی خلګو لپاره بند کړی. بله داهمیت نکته داده چی دهندوستان سره نږدیوالی دامریکا دمنځګړیتوب پواسطه سرته رسیږی. دامهمه خبره ده چی دوه مهم هیوادونه لکه هندوستان او امریکا دافغانستان ترڅنګ دریږی خو دامریکا سیاستو ته په کتوسره په جهان کی دا خوشبینی او خوشباوری لږوی.
که څه هم دهندوستان او دهغه په ښه نیت کی کوم شک نسته هغه هیواد هروخت دافغانستان سره همکاری کړی دی او امریکا داثابت کړی دی چی دهندوستان په ډول ثابت سیاست نه لری هغه دخپلو منافعو لپاره وخپلو سیاستو ته تغیرورکوی.
بی ځایه نه دی چی دامریکا دسیاستونوپه اړه یودوه خبری وکړو.
د جنګ اشباح دکتاب په پنځه ویشتمه فصل کی چی داستیوکول اثر دی راغلی دی چی دامریکا ددوو سفارتو دانفجاروروسته په افریقاکی (کنیا او تانیزانیا) په تیر نه لسیزه پیړی کی دامریکا جاسوسی سازمان اسامه بن لادن ددی جنایت اصلی لامل ګڼلی دی او دهغه دتعقیب پسی سو، دهغه دنیونی او وژلو لپاره جایزه وټاکله.
دتعقیب وروسته د سی آی ای ومرکزته خبر ورسیدی چی بن لادن دافغانستان په جنوب کی په یو کمپنی کی ژوند کوی چی دځینی عربی شاهزادګانو پواسطه بناسوی دی او هغه شاهزادګان هغه ځای ته په شکارراغلی دی(۱۹۹۸)
هغه وخت چی داخبر دامریکا وجاسوسی سازمان ته رسیږی تصمیم نیول کیږی چی دهغه کمپ دحملی څخه صرف نظر وسی ځکه داسی نه وی چی کوم عربی شاهزاده ته تاوان ورسیږی.
مهمه خبره داوو چی دیو عربی شاهزادی په وژل کیدو سره و امریکاته سیاسی او اقتصادی خطرونه متوجه کیدلای سی. اوس هغه وخت چی پاکستان دسیاسی فشار لاندی راځی امریکایان پوهیږی چی په خاورمیانه کی تروریستی ډلی دامریکا پواسطه تجهیز او تسلیح کیږی خو دامریکا منافع ایجادوی چی ددی هیوادوسره دمماشاتو له لاری وارد سی او هغه هیوادونه دامریکا دفشار لاندی رانه سی. بل داچی د۱۹ کسانو څخه چی تجارتی ساختارونه یی تر حملی لاندی راوستی دسعودی داتباعو څخه وو خو امریکا دی ته حاضرنه سو چی زیان لیدلی خلګ یی دعربستان سعودی څخه چی ۱۵ تنه تروریستان ددی هیواد څخه وو شکایت وکړی دامریکا داسیاستونه تفاهم نامی او استراتژیک تړونونه ترشک لاندی راولی، امیدونه په ناامیدی بدلوی او داذهنیت منځته راځی چی هغه تفاهم نامی چی امریکا په کښی داخل دی اجرایی جنبه نه لری.

https://avapress.com/vdcen78zwjh8xvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته