دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 111376
جمهور رئیس غني د توحید له مرکز څخه د هرات، فراه، بادغیس او غور له امنیتي چارواکو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني، نن سهار د توحيد له مرکز څخه د فراه، بادغیس، غور او هرات ولایتونو له امنیتي او یو شمېر نورو چارواکو سره د ویدیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې ویدیوکنفرانس کې چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د دفاع وزارت سرپرست عنایت الله نظري، لوی درستیز شېرمحمد کریمي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین او یو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخیستې وه، جمهور رئیس د ۲۰۷ ساحوي زون د قول اردو له قوماندان، د هرات له والي او د فراه، غور او بادغیس له سرپرستو والیانو،امنیه قوماندانانو او د ملي امنیت له ولایتي رئیسانو سره د اړوندو ولایتونو د امنیتي حالت د ښه والي پر لارو چارو خبرې وکړې.
جمهور رئيس غني په دغه ویدیو کنفرانس کې د اړوندو ولایتونو په وروستیو پوځي عملیاتو کې د امنیتي منسوبانو د زړورتیا او مهارتونو ستاینه وکړه، او وې ویل، زموږ زړورو سرتېرو دا ثابته کړې ده چې دوی د خپلې خاورې د دفاع وړتیا او زړورتیا لري او د خپل ملي ناموس دفاع کولای شي.



د هېواد جمهور رئیس د ۲۰۷ ساحوي زون د قول اردو قوماندان ته لارښوونه وکړه، هغه سرتېري د ستایلو لپاره د جمهوري ریاست عالي مقام ته معرفي کړي چې په وروستیو پوځي عملیاتو کې یې له ځانه وړتیا او مېړانه ښودلې ده.



همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د بادغیس او غور په ولایتونو کې د غېر مسوولو وسله والو ډلو د شتون له امله د رامنځته شویو ستونزو او په دغو ولایتونوکې د سیمه ایزو شخړو د له منځه وړلو په خاطر اقدام وکړي.



په همدې ډول جمهور رئیس غني د ملي امنیت شورا ته لارښوونه وکړه چې د وسله وال پوځ د ټپیانو حالت او د شهیدانو کورنیو ته جدي پاملرنه وکړي.



وروسته، د یادو ولایتونو مسوولینو او پوځي چارواکو په خپل وار د امنیتي حالت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.

جمهور رئيس محمد اشرف غني د راپورونو له اورېدو وروسته د امنیتي حالت د لا ښه والي په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.


د یادونې وړ ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د وسلوالو پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه، له دې وروسته د هېواد د امنیتي حالت د څارنې او پوځي چارواکو ته د لازمو لارښوونو په موخه د توحید مرکز له لارې د هېواد د ټولو قول اردوګانو له قوماندانانو سره د ویدیو کنفرانس له لارې منظمې کتنې کوي او د امنیتي حالت په اړه به بشپړ معلومات ترلاسه کوي.#
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefz8zpjh8zxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته