دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 143173
د افغانستان په وړاندی د سازمان ملل د یاده وتلۍ مسؤولیت
د ملی شورا ځینی غړۍ د سازمان ملل اخیر ګزارش په وړاندی په غبرګون سره چی په روان میلادی کال ۴ میاشتو کی د کوچنیانو تلفاتو د ډیریدو په اړه وویل چی دا سازمان باید د افغانستان سولی پروسی سره مرسته وکړی.
محیی الدین منصف؛ د سنا مجلس غړۍ په دی اړه وویل: د تلفاتو میزان نه یواځی د کوچنیانو دا بلکه د ټولو کسانو دا چی زیان منونکی دی ډیر سوی دی؛ خو سازمان ملل باید خپل هڅی په افغانستان کی دسولی او امنیت د برقراره کولو لپاره متمرکزه کړی.
ښاغلی منصف زیاته کړه چی سازمان ملل په افغانستان کی د جنګ د کنترول لپاره، د تروریزم ملاتړ کوونکی هیوادونه ډیر تر فشار لاندی راولی تر څو د افغانستان سولی پروسی سره مرسته وکړی، بغیر له هغه به د ملکی کسانو تلفاتو مشکل به حل نه سی.
د هغه په وینا، طالبان او تروریستی ډلی، جنګی قوانینو ته احترام نه کوی او د کوچنیانو په شمول هیڅ قشر ته رحم نه کوی.
د سنا مجلس نیوکی د سازمان ملل څخه په افغانستان کی د سولی برقراره کولو په وړاندی په داسی حال کی صورت نیسی چی مخکی له دی کارپوهان ډیر ویلی وو چی په افغانستان کی جاری بحران، د سازمانونو لکه سازمان ملل متحد ۱۵ کاله غلط عملکرد او مدیریت نتیجه ده؛ هغه سازمانونه چی د پوهانو په باور، خپل ابتکار عمل او مشرتابه د افغانستان اقتصادی او اجتماعی او امنیتی او سیاسی بحرانونو مدیریت څخه کښلۍ دی او خپل ځای څو بین المللی او سیمه ایز بازیګرانو ته پریښی دی.
د صاحب نظرانو په باور، سازمان ملل په دی اه منفعلانه ډول سره عمل کړی دی چی په ډیرو برخو کی، حتی د تروریستانو جنایتونو څخه په آسانی سره تیر سوی دی او په ساده محکومیت باندی اکتفا کړی دی. دا په داسی حال کی دی چی دا سازمان، د تروریستانو مالی او تسلیحاتی سرچینو آماج قرار ورکول او ددی ډلو د تغذیی پر سرچینو باندی د بندیز لګولو او ملاتړ کوونکو رژیمونو باندی فشار راوستلو قدرتمنده امکانات او توان لری؛ خو ددی کلونو په لړ کی حتی خپلو ظرفیتونو او امکاناتوڅخه لږ ګټه هم نه دی اخیستۍ.
د مثال په توګه، د سازمان ملل امنیت شورا په ښه توګه پوهیږی چی پاکستان، په افغانستان کی د بین المللی تروریزم څخه ملاتړ کلیدی او اصلی نقش لری او که د بین المللی درانده انزوا او تحریم سره مخ سی او تنبیه سی، بیله شکه په اخیر کی ناچاره باید مسوولانه عمل وکړی او د افغانستان داخلی امنیت او ملی حاکمیت کی اختلال راوستلو او ارضی تمامیت باندی تیرۍ څخه به لاس واخلی او بین المللی قواعدو ته په کتو سره د مرزونو امنیت او عدم مداخلی اصولو ته وفادار پاته سی.
د منتقدانو په باور، سازمان ملل بالخصوص امنیت شورا د افغانستان مسلح ځواکونو مالی او تسلیحاتی اړتیاوو تامین کی هم خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی. دا په داسی حال کی دی چی ددی سازمان امنیت شورا غړۍ، هر یو په نړۍ کی د نظامی بلامنازع قدرتونو څخه برخمن دی او په نورو برخو کی، که احساس وکړی چی راهبردی ګټی یی خطر سره مخامخیږی او حیاتی ګټی یی د تسلیحاتی او نظامی تجهیزاتو تامین له لوری و ځواکونو او مسلح ډلو ته، تضمین کیږی، په سرعت سره عمل کوی او د سریع او صریح قطعنامو په صدور سره، حقوقی او اجرایی تمهیدات ددی کار لپاره آماده کوی؛ خو دافغانستان امنیتی ځواکونو وضعیت ته په کتو سره، سربیره پردی چی د امینت شورا پنځه دایمی غړو څخه دری یی مستقیمآ په افغانستان کی نظامی ځواک لری او د هیواد امنیتی مسایلو سره لاس او ګریوان دی، دا شورا خپل مسؤولیتونو ته په دی برخه کی عمل نه دی کړۍ.
پوهان ټینګار کوی چی دا مسایل، د سازمان ملل حقیقی نقش او موضع د افغانستان بحران په وړاندی تر پوښتنی لاندی راوړی او د ابهام سره مخامخوی او هغه مشروع انتظاراتو مانع ګرځی چی ددی سازمان هر عادی او فعال غړۍ یی لری.
البته دا کار هم، مخکی تر هرڅه پر سازمان ملل باندی د نورو لویو قدرتونو انفعال او نفوذ ښیی چی ددی سازمان پر ټولو شؤون او رؤوس باندی سایه اچولی دی.
ددی حقیقت پوهیدنه، سخت نه دی. لوی قدرتونه ډیر ځلی شکاره کړی دی چی که هر ځلۍ اراده وکړی سازمان ملل خپل اقداماتو ته مشروعیت ورکولو وسیلی په توګه استعمالوی او که ددی کار سریع تحقق امکان شتون ونه لری- د هغه څه په شان چی د عراق اشغال په اړه ترسره سو- ددی سازمان نقش او ځای ته په بی اعتنایی سره، په یواړخیزه توګه اقدام کوی.
په دی حساب، په افغانستان کی ددی سازمان سمبولیک نقش کی هم بیله شکه داسی لوی قدرتونه دخیل دی او دا د تاسف او ناهیلی توب وړ دی؛ ځکه چی ددی لامل کیږی چی د سازمان ملل نقش یواځی یو بشردوستانه او قدرت او صلاحیت څخه خالی سازمان باندی ، تقلیل پیدا کړی.
https://avapress.com/vdcefx8zxjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته