دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 143470
ترامپ، سلمان او له منځه تللی هیلی
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر، دیکشنبی په ورځ، پر ایران باندی نیوکی وکړی ددی لپاره چی په سوریه او یمن او عراق کی مسلح ځواکونو ته زده کړی ورکوی او ټینګار یی وکړ چی د ایرانیانو ( غنی او بافرهنګه ) او د ایران دولت ترمنځ توپیرونه سته.
هغه په خپلو خبرو کی د اسلامی هیوادونو مشرانو سره په کتنه په ریاض کی، د ایران حکومت داسی توصیف کړ چی تروریستانو ته امن ځایونه ورکوی او د هغوی څخه مالی ملاتړ کوی او په سیمه کی د بی ثباتی مسؤول دی.
هغه په دی کتنه کی وویل چی د لبنان څخه تر عراق او یمن پوری، ایران تروریستی ډلو د مالی تامین او تسلیح او زده کړی له امله په سیمه کی د تاوتریخوالی او هرج او مرج خپروونکی دی او دد اسرائیل محوی او مرګ پر امریکا ناری وهی.
ملک سلمان؛ سعودی سلطان هم وویل: زموږ مسئولیت د خدای، خلګو او ټوله نړۍ په وړاندی دادی چی د افراط ګرایی او شر جنګ کوونکو ځواکونو سره هر ځای چی وی یوځای اوسو او ټینګار وکړ چی ایران حکومت د نړیوال تروریزم طلایه داره دی.
د ترامپ سخیف خبری یو ځل بیا شکاره کړ چی د امریکا تندرو ولسمشر د همغه سیاستونو او پخوانی سیاسی ادبیاتو څخه په ګټه اخیستنی سره په منفی رقابت او دروغو خبرو او کاذب فضا په رامنځته کولو سره د اسلام په نړۍ کی لاس کښینول سوی رژیمونه په دی مجبوروی چی میلیاردونه دالر د تیلو څخه لاسته راغلی ثروت د امریکا اسلحه  جوړونی کارخانو په لور ددی لپاره چی د امریکا راکت جوړونی او اسلحو بازار رونق پیدا کړی، خرڅ کړی.
د جورج دبلیو بوش په وخت کی، په خاورمیانه کی د ددی امریکایی سیاست اوج شاهدان یو؛ هغه سیاست چی اساس یی، دایمی هراس رامنځته کونی باندی استوار وو او هره ورځ د ایران په وړاندی نظامی برید تهدید او ګواښونه ورکول کیدل؛ خو هغه څه چی په عمل کی نه سو ترسره، د ایران سربلندی او عزت او اقتدار کموالی وو.
ایران ورځ په ورځ قدرتمنده سو. د امریکا تهدیدونه او تحریمونه ددی لوی مقصد تحقق سره نور هم مرسته وکړه. ایران د امرکایی کاذب هراس سایی لاندی اوس دومره قدرت ته رسیدلی دی چی سعودی رژیم او سیمه ایز هم پیمانه یی، حتی په یمن کی چی ترمحاصری او قحطی لاندی هم دی، نه سی مهارولای.
د یمن نمونه، یواځی کافی دی چی د اسلام په نړۍ کی هغه ملتونه چی د سعودی په شان، خاضعانه د سپین ماڼۍ په لور لمونځ نه کوی او میلیاردو تیلو دالران د مسلمین بیت المال څخه امریکایی او انګلیسی او فرانسوی بتانو پښو ته اچوی، ځان پوه کړی چی اقتدار او سربلندی او پایداری او ثبات، د امریکا دروغو لفظی ملاتړ لاندی لاسته نه راځی او د میلیاردونو دالرو مصرفول د زرهاوو بمونو او موشکونو او الوتکو لپاره چی د اسلام نړۍ زیرساختونه خراب کړی، مسلمانان ووژنی، په سیمه کی وینه توی کړی او تاوتریخوالی رامنځته کړی دا هغه څه دی چی د اسلام پرنړۍ باندی د طاغوت او کفر سلطه ساتی.
مسلمان ملتونه باید په دی باندی وپوهیږی چی ایران نږدی ۴۰ کالو ته، د هغو توطئو برسیره چی د هغه په وړاندی جوړیږی، خپل حیات ته ادامه ورکړۍ او او په ډیر خیره کوونکی قدرت سره، مخته تللی دی نه به سعودی میلیاردو دالرو ذلت سره دامریکایانو د جیبونو په ډکولو سره، ودریږی او نه هم د بی ځایو ناستو په جوړیدو سره د تروریست پروره سعودیانو په مشرۍ  د تروریزم سره مبارزی په نامه په ریاض کی!
ترامپ هم د بوش او نورو په شان ایران تهدید او ګواښ کړ او وعده وکړه چی باید د ایران قدرت په خاورمیانه کی مهار سی او د متحد او همسو ډلو سره په خاورمیانه کی د عراق څخه تر یمن او لبنان او سوریه او بحرین پوری، مقابله وسی؛ خو دا ګواښونه هیڅ شی ته به بدلون ورنه کړی؛ ځکه چی ایران په عمل کی په سوریه او عراق او یمن او لبنان او... کی شکاره کړی دی چی د ترامپ او سلمان د منځ خالی تهدیدونو او ګواښونو څخه لوړ قدرت او توان لری.
هغه دایران د منځه وړنی او مهار هیله به په ګور یوسی؛ خو ترامپ او امریکا ته ددی مضحک تهدیدونو تکرار د ګټی څخه خالی نه دی؛ ځکه چی په دی سره کولای سی عربستان سعودی؛ شیدی ورکوونکی غوا نور هم وزبیښی.
https://avapress.com/vdcefx8z7jh8eei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته