دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 42867
د فرانسې ولسمشر خپل دفاع وزیر افغانستان ته ولېږه
ولسمشر اولاند وویل چې دفاع وزیر ژان اودریان یې ویلي چې افغانستان ته لاړ شي. نوموړی به د یکشنبې په ورځ افغانستان ته وخوځي.
تاند - د فرانسې دفاع وزیر په افغانستان کې د څلورو فرانسوي پوځیانو له وژل کېدو وروسته دغه هیواد ته روان شو.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پرون په کاپیسا ولایت کې په یوه ځانوژونکې حمله کې د څلورو فرانسوي پوځیانو له وژل کېدو وروسته وویل چې له راتلونکې(جولای) میاشتې به فرانسوي پوځیان له افغانستانه په وتلو پیل وکړي.

د کاپیسا د نجراب د ولسوال په وینا پرون په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې، چې ځانوژونکي ځان په چادرۍ یا بورقه کې پټ کړی و، شپږ فرانسوي پوځیان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

خو د فرانسې د ولسمشر په شمول لوېدیځې سرچینې وايي چې څلور فرانسوي عسکر وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي. سرچینې وايي چې د درو حال نازک دی.

ولسمشر اولاند وویل چې دفاع وزیر ژان اودریان یې ویلي چې افغانستان ته لاړ شي. نوموړی به د یکشنبې په ورځ افغانستان ته وخوځي.

د فرانسې ولسمشر تاکید وکاوه چې پرونۍ پېښه له افغانستانه د فرانسوي ځواکونو په ایستلو کې د دوی پر پرېکړه هیڅ راز اغېز نه لري.

ده وویل چې له مخکیني اعلان سره سم به ټول فرانسوي پوځیان د سږکال تر پایه له افغانستانه ووځي.

ده وویل د تګاب د شنبې د ورځې پېښه به نه د فرانسوي پوځیانو د ایستلو لړۍ تېزه کړي او نه به یې پڅه کړي.

سره له دې چې فرانسه تر ټاکلي وخت یو کال مخکې خپل ځواکونه باسي خو د ناټو نورو غړیو د فرانسوي پوځیانو د وتلو پرېکړه مهمه نه ده ګڼلې او ویلي یې دي چې د هغوی ځای افغان ځواکونه ډکولی شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefv8e.jh8wpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته