د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د کنړ والي وحیدالله کلیمزي پرون سېشنبې(د کب په ۲۴ مه)وویل چې د داعش او القاعدې ترهګرۍ ډلې په ګډون په دغه ولایت کې دمګړۍ ۱۵ ترهګرۍ ډلې فعالیت کوي.
ښاغلی کلیمزی په دغه ولایت کې د جګړې په موسم کې د داعش ډلې سمبالېدل ډېر د اندېښمنې وړ اعلان وي.
د کنړ والي وحیدالله کلیمزي وویل:«په ټوله کې په کنړ کې د داعش،القاعدې او لښګر طیبه په ګډون ۱۵ ترهګرۍ ډلې دي چې د حکومت پر ضد فعالیت لري.»
له بلخوا د کنړ یو شمېر اوسېدونکي له مرکزي حکومت څخه غواړي چې دغه ولایت د ترهګرو له منګولو وژغوري.
په هغه ښار کې چې ۱۵ ترهګرۍ ډلې د امنیت د لهمنځه وړلو لپاره یې په کمین کې ناستې دي ژوند ستونزمن دی.
یو څه چې د کنړ چارواکي یې اندېښمن کړي د داعېشیانو او القاعده ډلې په ګډون د نورو وسله والو ډلو سنبالېدل دي.
کله ناکله د اسد آباد پر ښار د طالبانو توغندويي بریدونه او ترورونه اندېښمنونکي دي.