دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 139970
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خنډ جوړول احمقانه پرېکړه ده
د مشرانو جرګې ریيس، فضل‎الهادي مسلمیار له پاکستان څخه غوښتنه کوي د دې په ځا چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې خنډونه جوړ کړي، له خپلې خاورې دې د ترهګرو مشران وباسی او اجازه دې نه ورکوي چې په دې هېواد کې امن پټنځاینونه ولري.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، نوموړی د یادې کرښې په اوږدو کې خنډونه جوړول یوطرفه او احمقانه پرېکړه بولي.
ښاغلی مسلم‎یار زیاتوي:«دا یوه احمقانه انګېرنه ده.»
هغه زیاته کړه:«هغه طالبان چې په اسلام اباد کې کورونه لري،او په پېښورکې مرکزونه لري او افغان وګړي وژني پاکستان باید هغوی مرکزونه بند کړي.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت په دې باور دی چې پر پوله د پاکستاني پوځيانو لخوا د موانعو جوړول کومه ګټه نه کوي، او پاکستان باید ترهګر په خپله خاوره کې په نښه کړي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست، نجیب دانش وایي:«د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وویل:«پاکستان باید د ډیورنډ کرښې پر ځای د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو مرکزونو ته خپله پاملرنه متمرکزه کړي.»»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پرسر ناندرې لري او دا ځل د پاکستاني پوځیانو له‎خوا د ډیورنډ کرښې ته نېږدې په صفري سیمه کې د موانعو جوړول د کابل اندېښنې راپورته کړې دي.
د حقوق‎پوهانو ټولنې مرستیال، ګل‎احمد مددزی څرګندوي:«هر ټول تاسیسات د دواړو هېوادونو هوکړې ته اړتیا لري هېڅ هېواد حق نه‎لري له ګاونډي هېواد سره له هوکړې څخه پرته په سرحدونو کې تاسیسات جوړ کړي.»
د راپورونو له مخې پاکستان تېره اونۍ د سې‎شنبې پر ورځ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د موانعو جوړول پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ۲۰ زره پوله‎ساتي پوځيان لري، خو پاکستان له افغانستان سره پولې ته نېږدې یو ۱۵۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.
https://avapress.com/vdcefo8z7jh8xoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته