دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 141841
د غیری نظامیانو وژنۍ؛ د جنایتکارانه جنګ نتیجه
په افغانستان کی د سازمان ملل نمایندګی دفتر(یوناما) خپل دری میاشتنۍ ګزارش کی، د غیری نظامیانو د څلور سلنی د کموالی څخه خبر ورکړی دی.
د یوناما دفتر په کابل کی په دی ګزارش کی چی د پنجشنبه په ورځ خپور سوی دی، لیکلی دی چی د جاری میلادی کال لومړۍ دری میاشتو کی ۷۱۵ غیری نظامیان وژل سوی دی او ۱۴۶۶ نور غیری نظامیان ټپیان سوی دی.
یوناما د دولت ضد عناصر د سږ کال د ۶۳ سلنی تلفاتو څخه اعلان کړی دی، په داسی حال کی چی ۲۱ نور تلفات د دولت طرفداره ځواکونو ته نسبت ورکوی.
دا ګزارش د کوچنیانو د ۱۷ سلنی تلفاتو ډیروالی څخه خبر ورکړی دی او هغه تکان ورکوونکی بللی دی.
ددی مخکی سازمان ملل، خپل کلنۍ ګزارش کی د افغانستان غیری نظامیانو تلفاتو څخه ویلی وو چی په ۲۰۱۶ کال کی د غیری نظامیانو ډیر تلفات د ۲۰۰۹ کال څخه ثبت سوی دی.
یوناما په کلی توګه، په افغانستان کی د غیری نظامیانو تلفات ورځ په ورځ ډیریدونکی بللی او د فوری اقداماتو غوښتونکی سوی دی چی د غیری نظامیانو تلفات دی لږ سی.
کارپوهان وایی چی د غیری نظامیانو تلفاتو ۴ سلنه کموالی په دری اخیرو میاشتو کی نه سی کیدلای یو مثبت او هیله مند نکته وبلل سی؛ ځکه چی دا آمار شکاره کوی چی د غیری نظامیانو د تلفاتو کمول تر اوسه هم اولویت او لومړۍ درجه ارزښت نه لری او له بلی خوا، تر څو چی یو غیری نظامی هم ژوند له لاسه ورکوی، په افغانستان کی جاری جنګ، جنایتکارانه حسابیږی او د جنایت عاملان د غیری نظامیانو د وژنو آمارو څخه صرف نظر سره، په همغه اندازه، د ارتکابی جنایتونو مسئوول بلل کیږی.
په دی حال کی، یو د هغه مواردو څخه چی په دی ګزارش کی ورته اشاره سوی دی، د غیری نظامیانو وژنو اختصاص د دولت ضد تروریستی ډلو پوری دی او دا شکاره کوی چی هغه اساس چی هغوی د خلګو او دولت په وړاندی په لاره اچولی دی، نامشروع، جنایتکارانه او غیری عادلانه دی او په دی منځ کی، ددی غیری مشروع قربانیان د افغانستان خلګ دی.
په دی سره، د منتقدانو په نظر، دولتی ځواکونو ۲۱ سلنه سهم د غیری نظامیانو په وژنو کی د توجیی وړ نه دی او باید په آسانی د نظره لیری نه سی؛ ځکه چی دولت په همغه اندازه چی د تروریزم قربانی ځان بولی او د هغه په وړاندی، دریدلی دی، د غیری نظامیانو د ژوند ساتلو په وړاندی هم خطیر او درانده مسئوولیت لری او باید د هغه په وړاندی ځواب ویونکی دی.
د تحلیلګرانوپه نظر، د دولت جنګ مشروعیت ورکوونکی مبانی د تروریست مسلحو په وړاندی، د دولت مستقیم دنده د غیری نظامیانو ژوند په صیانت او ساتلو کی دی. په دی حساب، په هغه صورت کی چی د غیری نظامیانو ۲۱ سلنه وژنی دولتی ځواکونه ځان ته اختصاص کړی، بیله شکه، لږ تر لږه هغه جنګی مشروعیت چی دولت د خلګو په ملاتړ مخته وړی، تر پوښتنی لاندی راوړی.
له بلی خوا، د افغانستان معصوم کوچنیانو ۱۷ سلنه وژنی د جنګ هر لوری څخه چی صورت موندلی وی، محکوم او منموم دی؛ ځکه چی کوچنیان د ټولنی د زیان لیدونکی قشر څخه دی چی په هر شرایطو کی، د عنایت وړ دی او باید هغوی د ضد انسانی او جنایتکارانه جنګ شکار نه سی.
بنا پردی، ډیر لیری خبره ده چی د کوچنیانو ۱۷ سلنی وژنی آمارو کمیدل لکه څنګه چی د یوناما په ګزارش کی راغلی دی، تکان ورکوونکی او جنایتکارانه وی.
بل ناهیله کوونکی نکته دادی چی د غیری نظامیانو د وژنو تلفاتو آمار د یوناما په لنډ مدته ګزارش کی نه سی کیدلای د وژنو د سنجش کموالی او یا هم ډیریدنی معیار حساب سی؛ ځکه چی آمار هره ورځ د نوسان په حال کی دی او امکان لری د بیلابیلو جنګونو په واسطه آمار هم بدلون وکړی.
د مثال په توګه، دولت تیره اوونۍ د خالد په نامه بهاری عملیات شروع کړ چی تهاجمی تګلاره لری او په ټوله هیواد کی به اجرا سی. طالبان هم نن د ثور په اتمه، منصوری بهاری عملیات شروع کړ او دا رویدادونه د هوا د ګرمیدو ترڅنګ او د جنګ ډیریدو سره کولای سی ډیر بد نتیجه د غیری نظامیانو وژنو په برخه کی ولری او د یوناما دری میاشتنۍ آمارو ته بدلون ورکړی.
بنا پردی، اصلی معیار په حاضر حال کی، د یوناما همغه دری میاشتنۍ ګزارش دی چی د ۲۰۱۶ د غیری نظامیانو کشتار بی سابقی څخه خبر ورکوی او دا د ناظرانو په نظر، ډیر هولناک او مایوس کوونکی دی او په افغانستان کی کی د جنایتکارانه جاری جنګ څخه پرده پورته کوی.
https://avapress.com/vdceez8zzjh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته