دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 141742
په وردګو کی چارواکي د وسلوالو طالبانو د یوه قومندان له وژلو خبر ورکوي
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د میدان وردګو والي دفتر وايي، په چک او دایمیرداد ولسوالیو کي د وسلوالو طالبانو د ځانمرګو پروګرامونو مشر ملا حبیب الله، چې په ذاکر مشهور و؛ تېر ماښام د دغه ولایت د چک ولسوالۍ د ګوډه په سیمه کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کی وژل شوی دی.
سرچینه وايي، ملا ذاکر له څو کلونو را په دیخوا د دولت ضد فعالیتونه درلودل، چې له وژل کیدو سره به یې د طالبانو فعالتونه په اړوند سیمه کې کمزوري شي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdceez8zwjh8efi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته