دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 101340
ایران په اصولي ډول له ترهګرۍ او سرزورۍ سره مخالف دی .

دایران خارجه وزیر وویل داسې نشي کیدلای چې په عراق کښې له داعش ډلې سره مقابله او په سوریې کښې بیا دغه ترهګره ډله پیاوړي شي .
 د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې دملګروملتونو د سرمنشي قایمقام یان الیاسون سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د ارامښت او ثبات غوښتونکی دی وویل په همدې اساس ایران په اصولي ډول له ترهګرۍ او سرزورۍ سره مخالف دی .
دایران خارجه وزیر دغه راز له ترهګرۍ او سرزورۍ سره دمبارزې لپاره د ټولو هیوادونو په تیره بیا دفارس خلیج دسیمې دعربو هیوادونو په ملګرتیا او مشارکت ټینګار  وکړ او په دې ارتباط یې د لویدیځو هیوادونو او دملګروملتونو دجدیت غوښتنه وکړه .
دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له ترهګرۍ او سرزورۍ سره په مقابلې کښې د واحد دریځ د غوره کولو ضرورت جوت کړ او زیاته یې کړه داسې نشي کیدلای چې په عراق کښې له داعش ترهګرې ډلې سره مقابله  وشي او په سوریې کښې بیا دغه ترهګره ډله پیاوړي کړې شي .
دملګروملتونو د سرمنشي قایمقام الیاسون هم په دغه کتنې کښې په عراق او سوریې  کښې د جنګونو په دوام دخواشینۍ په څرګندولو سره وویل دسیمې دهیوادونو دملګرتیا په سیوري کښې مشکلات حل شي .
هغه دغه راز د سیمې دهیوادونو په تیره بیا د ایران او سعودي عربستان ترمینځ دخبرواترو او تعامل پرضرورت ټینګار وکړ .
دملګروملتونو دعمومي منشي قایمقام دسیمې دمسایلو په حل کولو کښې د ایران داسلامي جمهوریت رول مهم وباله او د ایران او ملګروملتونو ترمینځ د سلامشورو پر دوام یې ټینګار  وکړ .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژالنس(اوا)
https://avapress.com/vdceez8z7jh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته