دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 143047
کاپیسا کې دوه ماشومانو ماین چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ
د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی، او دوه نور ټپيان دي، چارواکي وايي چې د ټپيانو حالت د ډاډ وړ دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د کاپیسا ولایت سیمه‎ييز چارواکو نن(چهارشنبې د غويي۲۷مه) وویل چې دوه ماشومان د سرک غاړې ماین چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.
د کاپيسا امنیه قومندان، محمدرزاق یعقوبي وايي چې چاودنه تېره ورځ غرمه‎مهال د نجراب ولسوالۍ په تپه‎درې سیمه کې شوې ده.
دی وايي چې د ټپيانو حالت ښه دی او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه کومې ډله د ماین‎خښولو مسوؤلیت نه دی منلی.
https://avapress.com/vdceex8zfjh8e7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې