دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۲۸
د مطلب کود : 53234
د مخابراتو وزارت په ۵ولایتونو کې د نوري فایبر د فعالولو تړون له ۳کمپنیو سره لاس لیک کړ
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت په پینځو ولایتونو کې د نوري فایبر د فعالولو تړون له دریو کمپنیو سره لاس لیک کړ.

د دې وزارت تخنیکي مرستیال بریالي حسام نن کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې، دا پروژه چې مالي لګښت یې د نړېوال بانک له خوا برابریږي تر دوو کلونو پورې به بشپړه شي:

"پروان، بامیان، دایکندي، غور او شمال ختیځ ولایتونه له کندز څخه د تخار او بدخشان پر لور په پام کې نیول شوي. تر څو دې ولایتونو ته هم د نوري فایبر له لاري مخابراتي خدمات ورسول شي."

د مخابراتو او ټکنالوژی وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې هم په شلو ولایتونو کې دا سیسټم فعاله شوی وو. 

سر چینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceew8n.jh8xxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته