دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 148547
د فډرالي نظام په اړه د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش څرګندونې

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وایي اوسني شرایطو په کتو په هېواد کې د فډرالي سیسټم ټینګول ناشوني دي.

نوموړې دغه څرګندونې نن په پلازمینې کابل کې د هېواد د افغانستان د قضاییه او اجراییه قوې د څېړنې او ارزونې په غونډه کې وکړه.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې په اوسني شرایط کې تر ټولو ښه نظام یوه ډموکراټیک او مشارکتي نظام ده.

نوموړې زیاته کړه چې فډرالي نظام په اوسني وخت کې د افغانستان په ګټه ندی.

د هېواد ولسمشر دویم مرستیال د فډرال نظام ته په اشاره وویل، چې په ځینو هیوادونو کې د ولسمشر او صدراعظم ترمنځ لانجې زیاتې وي.

ښاغلي دانش په همدې حال کې وویل چې د افغانستان اساسي قانون اتم فصل دې بیا کتنه وشي تر څو د واک تمرکز کم شي.

نوموړې وویل د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو، واکونه او صلاحیتونه باید زیات کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ځینې سیاسي ګوندونو او مشرانو په دې باور دي چې د فډرالي نظام په مرسته د هېواد ځینې ستونزې حل کړای شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceev8zfjh8eni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته