دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 44874
د طالبانو پرضد په پکتیا، لغمان او فاریاب کې هم پاڅونونه شوي
تاند - له غزني وروسته په پکتیا، لغمان او فاریاب ولایتونو کې هم د طالبانو پرضد ولسي پاڅونونه پیل شوي دي.

د پکتيا پریس کلب له راپور سره سم د دې ولايت په ميرزکې ولسوالۍ کې يوه ډله وسلوال طالبان د بريد په مهال د سيمي د اوسيدونکو له مقاومت سره مخامخ شول.

د پکتيا ولايت چارواکي وايي، دغه بريد بيګا شپه په يوولسو بجود لسګونووسلوالو له لوري د ميرزکې په والسوالۍ وشو، چې دوه ساعتونو يي دوام وکړ.
د پکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وايي ، په ياد بريد کې يو پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
احدي وايي نږدي وه، چې والسوالۍ د سقوط سره مخامخ شي ، خو د وسلوال بريد د والسوالۍ اړوند د ولسي وګړو د پاڅون سره مخامخ شو.
هغه وايي وسلوال طالبان د پېښې له ځای نه په تيښته بريالي شوي او د سيمي د خلکو په وينا د جګړې په سيمه کې داسې نښې ليدل شوي چې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
تر اوسه پورې وسلوالو طالبانو د پېښې په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.
د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د طالبانو د اقداماتو پرضد پاڅون کړی. راپورونه وايي، په دې ولسوالۍ کې وروسته له دې خلکو پاڅون چې وسله والو د برېښنا ستنې ویجاړولې.
د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د خلکو د پاڅون په لړ کې د طالبانو درې قومندانان وژل شوي او د خلکو پهادعا ۲۸ کلي د طالبانو د وجوده تصفیه شوي دي.
پاڅوال وايي چې په بشیر مشهور ګلبدین، قاري غلام او ملاصدر په دې ولسوالۍ کې د طالبانو سرګروپان ول چې په پاڅون کې له منځه وړل شوي دي.
راپورونه وايي چې په قیصار ولسوالۍ کې هم د طالبانو پرضد ولسي پاڅون شوی دی. د قیصار د پاڅون په اړه زیات جزییات نه دي ترلاسه شوي.
راپورونه وايي چې وسله وال طالبان له دې ډول پاڅونونو سخته اندېښنه لري او تروسه وسه هڅه کوي چې پاڅونوال وځپي.
طالبان تور لګوي چې دا پاڅونونه د حکومت او امریکايي پوځیانو په ملاتړ شوي او برخوال یې اربکیان دي خو پاڅونوال وايي چې په حکومت کې له اداري فساد او د طالبانو زور زیاتیو پاڅون ته مجبوره کړي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceev8e.jh8efi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته