دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 126046
شپږ تنه ترهګر نن د ولسمشر غني په حکم اعدام شول
ارګ اعلام کړی چې ولسمشر ترهګریزو بریدونو کې د قربانیانو د کورنیو په غوښتنه؛ د شپږ کسانو د اعدام حکم توشیح کړی.

ارګ اعلام کړی چې ولسمشر ترهګریزو بریدونو کې د قربانیانو د کورنیو په غوښتنه؛ د شپږ کسانو د اعدام حکم توشیح کړی.

عدلي او قضايي ادارو هم د ولسمشر حکم په چټکۍ سره عملي کړی او دغه کسان یې په دار ځړولي.

په ظاهره ولسمشرغني خپله یوه ژمنه چې دوه اوونۍ مخکې یې پارلمان کې کړې وه، عملي کړه.

ارګ نن اعلام وکړچې ولسمشرغني دشپږوتنوداعدام حکم چې په درنوجرمونو،دملکي خلکواوعامه امنیت پرضد په جنایتونوتورن وو، لاسلیک کړ.

دغه حکم ډیرژر دعدلي اوقضايي ادارولخوا ترسره شوی اوویل کیږي چې دغه شپږتنه پلچرخي زندان کې په دار ځړول شوي .

یوه سرچینه چې غواړي نوم یې وانخیستل شي یک ټلویزیون ته وايي چې ددغوکسانومړي دسردارمحمدداوودخان روغتون ته لیږدول شوي.

ارګ وايي چې دترهګریزوبریدونودقربانیانودکورنیودپرلپسې غوښتنو،داساسي قانون داحکامو،دجزا قوانینواوداسلام دلارښوونوله مخې، ولسمشرددغوکسانوداعدام حکم توشیح کړی.

خوهغه اطلاعات چې یک ټلویزیون ترلاسه کړي دغه کسان دشپږوترهګریزوپیښوپه جرم اعدام شوي .

۱ــ دطالبانوډلې غړی حمیدالله استاد برهان الدین رباني باندې دبریدطرحه کولوپه جرم،بریدکوونکي ځان دسولې پیغام راوړونکی معرفي کړی ؤ.

۲ــ دالقاعده شبکې غړی په عبدالرحمن مشهور خان آغا، د ملي امنیت پخواني مرستیال عبدالله لغماني د برید طرحه کوونکی ،یاده پيښه کې دوه ویشت تنه ووژ ل شول اوپنځه دیرش نورټپیان شول.

۳ــ دطالبانودډلې غړی حجت الله په پغمان ولسوالۍ کې کاسټرموټرباندې دماین چاودنې په جرم ، دغه پبښه کې نهه کسان وژل شوي وو.

۴ــ د طالبانوډلې غړی اکمل ، دسردارمحمد داوود خان په روغتون د برید طرحه کوونکی ، یاده پیښه کې د ملي اردو څلورسرتیري ووژل شول اودوه ویشت نورټپیان شول.

۵ــ د طالبانوډلې غړی محمدعثمان دپکتیکا ولایت خیرکوټ ولسوالۍ کې دماین چاودنې په جرم ، یاده پیښه کې د پولیسو اووه افسران ووژل شول.

۶ـــ دحقاني شبکې غړی محمد اسمعیل وزیراکبرخان کې د فاینست په پلورنځي باندې د بریدپه جرم سره له دې چې هغه وخت دګلبدین حکمتیارپه مشرۍ حزب اسلامي د برید مسولیت منلی ؤ.

یاده پیښه د د یارلس سوه نهه اتیایم کال دسلواغې په اتمه رامنځ ته شوه.

دغه پیښه کې د دوه ماشومانوو یوې ښځې په ګډون اووه تنه ووژل شول.

دبشري حقونوکمیشنره حمیده برمکي له خاونداوڅلورو اولادونو سره یې په دغه پیښه کې ووژل شوه .

حبیب ولي کابل کې د ترهګریز برید د قربانیانو د کورنۍ غړی دی.

هغه دشاه شهید په خونړي برید کې مور او دوه خویندې له لاسه ورکړې .

تراوسه دپیښې زیانونه په کورکې له ورایه ښکاري اوټینګارکوي چې دشاه شهید د برید عاملین باید په علني ډول اعدام شي.

خوله دې سره ویل کیږي چې د مګړۍ نږدې پنځه سوه تنود اعدام حکم دعدلي اوقضايي ادارو لخوا نهايي شوی او ولسمشرد توشیح په تمه دي .

ډیری خلک په تیره د قربانیانو کورنۍ تمه لري چې حکومت باید د ترهګریزوپیښوټول عاملین اعدام کړي .

 
https://avapress.com/vdceep8zpjh8w7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته