د کابل په امنیه قومندانۍ کې نن سهار یوې ښځینه پولیسي پر یوه امریکایې سلا کار ډزې وکړې او هغه يي وواژه.
د ناټو یوه ویاند تايید کړه، چې دا امریکایي سلا کار د یوې ښځينه پولیسې په حملې کې وژل شوی.
د کابل د امنیه قومندانۍ د جنایې جرمنو د تحقیقاتو د برخې مسئول جنرال محمد ظاهر ظاهر دا د هغو حملو یوه برخه وبلله، چې د افغان ځواکونو له لیکونه په بهرنیو سرتیرو کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)