د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د پکتیا والي وایي، زلمی ویسا څرګندوي چې دا برید د یاد ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې هغه وخت وشو چې یوه ډله طالبان په یوه کور کې پټ شوي وو.
د نوموړي په وینا، په دې پيښه کې ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو د ترهګرو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې له منځه تللي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.