دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 147845
کاپيسا کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي

سېلاب قول اردو وايي چې په کاپيسا ولايت کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د زمري په ١٧مه  د صدای افغان خبری آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ مازيګر دوو موټرسايکل سپرو ځانمرګو بريدګرو غوښتل چې په تګاب ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بريد وکړي.

سرچينې زياته کړې چې دوى د ملي اردو ‌ځواکونو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ويشتل شوي چې له امله يې دواړه وژل شوي او چاودېدونکو توکو يې چاودنه کړې ده.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د دغه خبر د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه د تګاب ولسوالۍ د احمدزيو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې يادو بريدګرو غوښتل چې په سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ځانمرګى بريد وکړي، خو مخې ته تر رسېدلو مخکې ووژل شول.

يوسفزى وايي چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

سېلاب قول اردو دغه راز ويلي چې په تګاب ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceef8znjh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته