دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۰
د مطلب کود : 154243
داعش د آسیا په زړه کی؛ د یو حقیقت ناڅرګند څیزونه

ولسمشر غنی د اسیا زړه خارجه وزیرانو اووم ناسته آذربایجان کی اعلان کړ چی داعش ډلی هڅې په افغانستان کی خپل خلافت رامنځته کولو لپاره، ماته خوړلی دی.

ښاغلی غنی وویل چی داعش د اچین او توره بوره او هم د کنر ولایت څخه د تیښتی په حال کی دی او دا ډله په افغانستان کی له منځه ځی.

ولمسمشر وویل: اوس داعش تروریستی ډله بهرنۍ ملاتړ له لاسه ورکړی دی او دا ډله، اسلحه، تجهیزات او ځواکونه نه لری او ځینی لږ شمیر یی په غرونو کی ګیر پاته دی او وږیتوب له امله به مړه سی.

هغه ټینګار وکړ چی لاسته راوړنی د استخباراتو فعالیتونو او هم داعش تروریستانو نیول کیدو سره، زموږ ځواکونو توان ډیر کړل ترڅو داعش تر برید لاندی راولی او هغوی مالی ملاتړ کوونکی او پلان ایښوونکی او مستخمین ونیسی او بندی کړی.

هغه زیته کړه: موږ د داعش تر کنترول سیمی بیرته نیولی دی او زموږ عملیاتونه د داعش په وړاندی ۱۰۰۰ څخه ډیر استحکامات او هغوی پستونه له منځه وړی دی.

د ښاغلی غنی تازه خبری د داعش تروریستی ډلی وضعیت به اړه په افغانستان کی، بیله شکه، د سیاسی نظره، ډیر هیله بالخصوص د هغه هیوادونو لپآره رامنځته کوی چی خپله ځان ددی تروریستی دلی په وړاندی وینی او هغوی نفوذ څخه په افغانستان کی سخت د خطر احساس کوی. خو دا اظهارات کولای سی د جنګ میدانی معادلاتو بدلون په معنی د داعش پّ وړاندی په افغانستان کی وی؟

امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی په دی برخه کی، تراوسه هم جدی شک او ویره شتون لری؛ ځکه برخلاف د هغه تصویر څخه چی دولت او خارجی ځواکونه وړاندی کوی، داعش په افغانستان کی همداسی حقیقی خطر او رشد په حال کی دی او بدتر له دی څخه چی د دولت او خارجی ملاتړ کوونکو هیله ورکوونکی او خوش بینانه موضع ګیری ددی لامل سوی دی چی څوک یی خطر نادیده ونیسی.

دا په داسی حال کی دی چی د منتقدانو په باور، داعش د افغانستان په ختیځ کی،د پاکستان سره ننګرهار ولایت مرزی ولسوالیو کی، همداسی امن او پیاوړۍ پایګاوی لری، ددی ډلی ډیر غړۍ، خپل کورنیو سره، دی سیمو ته نقل مکان په حال کی دی او افغانستان اوږده او غیری کنترولیدونکی مرزونه د پاکستان سره او ددی ډلی څخه پاکستان او جاسوسی سازمانونو ملاتړ، هغوی ته امکان ورکړی دی ترڅو هیڅ محدودیت مخته ونه وینی.

په اخیرو کی د ۱۱ تنو چچنی تروریستانو او هغوی کورنیو نیول کیدو خبره په لوګر کی خپره سو؛ هغه موضوع چی په افغانستان کی د تروریستانو کورنیو د شتون شکاره دلیل دی او دا کار، بی له شکه، داخل او خارج ملاتړ نه بغیر نه کیږی.

همدارنګه، همدا دوه ورځی مخکی وو چی سخت جنګ د طالبانو او داعش ترمنځ په ننګرهار کی رامنځته سوه چی په نتیجه کی یی داعش وتوانیدل ډیر یو لوی بریالیتوب ته ورسیږی. طالبان ادعا کوی چی هغوی بریالیتوب ته رسیدو په حال کی وو چی ناببره، ناتو او هغوی داخلی ملاتړ پوری مربوط الوتکی، ورسیدل او طالبانو باندی بمباری کولو سره هغوی په وړاندی داعش پیاوړی کړل.

ددی ادعا حقیقت او نه حقیقت په اړه څیړنه د استخباراتی او اطلاعاتی مستقل سرچینو دنده ده؛ خو که دا ادعا د نورو ادعا وو سره چی آسیا زړه کی داعش نفوذ او حضور او هغوی څخه خارجی قدرتمنده ملاتړ ادعا وو ترڅنګ قرار ورکړو، دا نتیجه ته رسیږو چی د ښاغلی غنی ادعاوو برخلاف، په افغانستان کی داعش خارجی ملاتړ برخلاف، فعال ددی او ددی ډلی پیاوړی کولو لپاره هڅې کوی.

اضافه پردی، غیری رسمی ګزارشونه د افغانستان په شمال کی د داعش تروریستی ډلی د ریشه نیولو او پراختیا څخه حکایت لری.  په دی برخه کی، طالبان او داعش ترمنځ جنګ هم ډیر ځلی رامنځته سوی دی چی خپله، په افغانستان کی د داعش حضور او پراختیا بل تایید او نشانه بلل کیږی.

همدی مسایلو ته په کتو سره، داسی په نظرنه رسیږی چی سیاسی خوشبینانه شعارونه،  میدانی خطرناک وضعیت کی کوم بدلون رامنځته کړی او آسیا زړه د داعش په شان تروریستی ډلو څخه بیمه کړی. بنا پردی، حکومت ددی پرځای چی داعش سره خارجی هملاری فکرونه او ګته او مواضع تکرار کړی، ښه دادی چی دا تروریستی خطرناک ډلی سره مبارزی لپاره، د سیمه ایز هیوادونو توانمندی او تجربو او ظرفیت څخه ګټه واخلی او داعش په افغانستان کی له منځه یوسی.

https://avapress.com/vdceee8zxjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته