دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 124147
پاکستان بايددترهګرۍپه وړاندي په مبارزه کي کوټلي ګامونه واخلي
کندهار والي وايي، پاکستان بايد د ترهګرۍ په وړاندي په مبارزه کي کوټلي ګامونه واخلي .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، چي د شنبې په ورځ د پاکستان د ملي ورځي لمانځغونډه کي برخه اخيستې وه، دغه څرګندوني وکړې.
په يادو مراسمو کي د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال، يو شمېر ملي تاجرانو، د هند قونسل او د يوناما استازو برخه اخيستې وه.
د پاکستان قونسل محمد عارف بيټني د کندهار والي او نورو ټولو ورغلو مېلمنو مننه وکړه، چي د دوی سره د دوی د ملي ورځي په لمانځلو کي يې برخه واخيستل.
نوموړي وويل، پاکستان نن د هغه پرېکړه جشن لمانځنه کوي، چې له کبله يې د هند په ټاپووزمه کي د دغه هيواد د جوړېدو سبب سو او هر کال پاکستان دغه ورځ په شانداره مراسمو سره لمانځي.ښاغلي قونسل پخپلو خبرو کي د دواړو هيوادونو ترمنځ په تاريخي اړيکو رڼا واچول او پاکستان يې د افغانستان د وجود يوه برخه وبلل.
وروسته کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د پاکستان دولت او ملت ته د کندهار د شريفو اوسېدونکو په استازيتوب د دوی د ملي ورځي په مناسبت مبارکي وويله.
ښاغلي عزيزي زياته کړه پاکستان او افغانستان دواړه هيوادونه يو او د بل سره مذهبي، کلتوري، سياسي او اقتصادي ګډ تاريخي روابط لري، نو په همدې اساس د تروريزم او دهشتګرۍ د ځپلو لپاره بايد جدي مبارزه وسي، ترڅو د دواړو هيوادونو وګړي نور د سولي په فضا کي ژوند وکړي.




https://avapress.com/vdceee8zfjh8wzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته