دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 140743
په کندهار ولایت کې د مالیې وزارت د وروستیو لاسته راوړنو په موخه د اطلاع رسونې پراخه غونډه جوړه شوه

د مالیې وزارت د وروستیو لاسته راوړنو د اطلاع رسونې او د کندهار ولایت د خلکو ستونزو اورېدو په موخه نن د وري میاشتې په ۲۲ مه نېټه په یاد ولایت کې پراخه غونډه جوړه شوه.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس), په دې غونډه کې د کندهار مرستیال والي ښاغلي عبدالحنان منیب په ګډون، د کندهار ولایت ګڼو وګړو، مالیه ورکوونکو، سوداګرو، صنعتکارانو، په سیمه کې د رسنیو استازو، د مدني ټولنو غړو، دیني عالمانو، او د ګذر وکیلانو برخه اخیستې وه. د کندهار مرستیال والي د غونډې په پرانیسته وینا کې د مالیې وزارت لخوا د اطلاع رسونې له طرحې او په دې وزارت کې د وروستیو اصلاحاتو ستاینه وکړه او غوښتنه یې دا وه چې د ملي سوداګرو ستونزو ته دې لا زیاته پاملرنه وشي.

د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، د اطلاع رسونې طرحې د موخې بیانولو تر څنګ د غونډې ګډونوالو ته په تېرو دوو کلونو کې په بي ساري ډول د ملي عوایدو پر راټولېدو، د هیواد لومړیتوبونو ته په کتو سره د ملي بودیجې پر لګښت او متوازن ترتیب، د وارسا او بروکسل کنفرانسونو په لاسته راوړنو، پر پانګوالو او ملي سوداګرو د اقتصاد عالي شورا پر مثبتواغېزو، په عایداتي سرچینو کې د الکترونيکي سیستمونو په نصبېدو، په تېرو دوو کلونو کې خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو په برابرولو، د تمویلوونکو هېوادونو او ادارو لخوا د وروستیو مرستو، د پیسو نړیوال صندوق په اصلاحاتي پروګرام کې د شمولیت او د مالیې وزارت په بېلا بېلو برخو کې د پراخو اصلاحاتو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

نوموړي د غونډې له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چې د اصلاحاتو په پلي کېدو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې له مالیې وزارت سره همکاري وکړي.

د کندهار مستوفي ښاغلي محمد ظاهر عبادي، د یاد ولایت ګمرک رئیس ښاغلي محمد اکبر، تر څنګ د سوداګرو او صنعتکارانو استازو هم په خپلو برخو کې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت د عامه اړيکو رياست غواړي د یاد وزارت د رهبرۍ مقام د هدایت په اساس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورته غونډې جوړي کړي، چې د مالیې وزارت لاسته راوړنې ورته روښانه او د مالیې وزارت په اړوندو برخو کې د دوی ستونزې مالیې وزارت رهبرۍ مقام ته ورسوي چې د حل لپاره یې د قانون په چوکاټ کې لارې چارې ولټوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcee78zxjh8efi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته