دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 142507
په تیرو نهو وروستیو میاشو کې شاوخوا ۳۶۹ کسانو د ترافیکو پيښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی

دسړک د خوندي توب ملي اوني نن په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دعامې روغتیا وزارت د پالیسی او پلان مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم، ترافیکو ریاست، د ترانسپورت وزارت او د روغتیا نړیوالې ادارې استازو په ګډون په دې موخه ولمانځل شوه چې د موټر د بې احتیاطی د چلونې له امله د تلفاتو او زخمونو د پیښو د کمښت په اړه د خلکو پام را جلب کړي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، دعامې روغتیا وزارت له شمیرو له مخې، په تیرو نهو وروستیو میاشو کې شاوخوا ۳۶۹ کسانو په هیواد کې د ترافیکو پيښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۲۵۶۵۰ تنه ټپیان شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د شمیرو له مخې په کال کې څه باندې ۴۷۰۰ تنه په هیواد کې د ترافیکي پيښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د افغانستان په څير د مخ پر ودې هیوادونو کې د پرمختللي هیوادونو په پرتله په سړکونو کې د ترافیکي پيښو له مله د مړینې شمیرې کچه دوه برابره ښيي او شاوخوا ۹۰ سلنه ددغو پيښو شمیره په کم او متوسطه عاید لرونکي هیوادونوکې رامنځته کیږي او دا په داسې حال کې ده چې دغه هیوادونه د نړۍ پنځوس سلنه نقلیه وسایط لري.



د سړک د خوندي توب کمپاین سږکال د وسایط د سرعت د کمولو او ددې له امله د ژوند ژغورلو او د ټولو لپاره د امن سړک لرو په خاطر متمرکز شوې. په هغو هیوادونو کې چې عاید یې کم دی دسرعت کمول د هغو پيښو چې د انسانانو د مړينې سبب کیږي، تر نیمايي کچې پورې راټيټه وي.



دعامې روغتیا وزارت د پالیسی او پلان مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم وویل:" په سړکونو کې د ترافیکو پيښو له امله د میړنې پيښو شمیره مونږ ته د منلو وړ نده او مونږ باید د ترافیکي پيښو له امله د مړینې د کمښت په برخه کې د عامه پوهاوي د لوړلو په لپاره ډیرې هلې ځلې وکړو. د پایداره پراختیا د نړیوال پروګرام ۲۰۳۰ کال يې د خوندي سړکولو د لرو لپاره هدف ټاکلی او په پام کې لري چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د ترافیکي پيښو له امله د تلفاتو کچه تر نیمايي پورې را ټيټه کړي."





عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې قوي ژمنه لري او مونږ د ترافیکي چارواکو او د موټر چلونکو څخه غواړو چې د خلکو د ژوند ژغورنې او د سړکونو دخوندي توب په برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.



دافغانستان د ترافیکو قانون د نقلیه وسایطو په تیز چلند محدودیت تعین کړی، خو دا قانون په سمه توګه نه پلي کیږي. دامهال د ایمنی کمربند له استفادې، د موټر چلونې پر مهال د تلفن له نه کارونې او د موټر سایکیلونو دچلونکو لپاره د ایمیني خولۍ د لرو د تنظیم قانون په سمه توګه نه پلي کیږي.



په نړۍ کې د سړکونو د پيښو د میړنې شمیره زیاته د هغو کسانو له خوا رامنځته کیږي چې عمرونه یې د ۱۵ – ۲۹ کلونو ترمنځ دي و تیز چلند ددې میړنې اصلی لامل بلل کیږي چې له دريو تنو څخه یو کس د تیز چلند له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.



د روغتیا نړیوالې ادارې استازي ډاکټر پیپر کورن وویل:" په افغانستان کې زیاتره کسان په ترافیکي پيښو کې د تیز چلند له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپي کیږي. مونو کولای شو د یو ساده عادت په پلي کولو سره، خپل سړکونه امن کړو چې هغه د ایمني کمربند بندول، د سرعت کمول، د ټلفون نه کارول، او نورو مسافرینو د کمربند له تړلو څخه ځان ډاډمن ول دي."

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7w8zfjh8eni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته