دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 140905
افغان حکومت له نړیوالو متحدینو سره د سولې نوي کرښې شریکې کړې
د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په مشرۍ، د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزي، ماليې وزیر اکلیل احمد حکیمي او د سولې عالي شورا د دارلانشا رییس اکرم خپلواک په ګډون د افغان حکومت لوړ پوړي پلاوي، د امریکا متحده ایالاتو، جرمني او کوریا هېوادونو له سفیرانو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ دفتر "یوناما" له مشر سره د ملي امنیت شورا په دفتر کې د ځانګړې ناستې پر مهال د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې. د ناستې په ترڅ کې افغان پلاوي د یادو هېوادونو او ملګرو ملتونو له استازي سره د سولې هغه اساسي کرښې شریکې کړې، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د جلالتمآب جمهور رییس لخوا طرحه شوې دي. د افغان دولت پلاوي د نړیوالې ټولنې له هیئت څخه د افغانستان د سولې له پروسې او د سولې عالي شورا څخه دومدار ملاتړ و ستایه او ترڅنګ یې، له دوي غوښتنه وکړه، چې د ولسمشر لخوا د سولې له تازه ترتیب شویو کرښو او لومړیتوبونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د نړیوالې ټولنې پلاوي، د مسوول حکومت په توګه، له خپلو خلکو څخه د دفاع لپاره د پوره تعهد او تدابیرو او سولې ته د رسیدو په هدف د لومړیتوبونو او اصولو د ټاکلو او چمتوالي له امله د افغان دولت نوښتونه وستایل. د نړیوالې ټولنې پلاوي افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې د سولې نوي ترتیب شویو کرښو او د سولې عالي شورا څخه به خپل ملاتړ او همکاریو ته دوام ورکړي.
https://avapress.com/vdce778znjh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته