دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 102302
میدان وردګ: افغان ځواکونه دې مخالفینو پرضد پرله پسې عملیات وکړي
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼی وايي، افغان امنیتي ځواکونه باید په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو پرضد پرله پسې پوځي عملیات وکړي څو په پلازمېنه کابل کې امنیت ټینګ شي.
ښاغلي خوګیاڼي دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وکړې چې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په میدان وردګوکې د دېره پوځي ځواکونو له مرکزونو څخه د لیدنې لپاره میدان ښار ته تللی و.
د میدان وردګو د والي ویاند وايي چې ښاغلي خوګیاڼي همدا راز له لوی درستیزه وغوښتل چې په دې ولایت کې موظفو سرتېروته باید کافي وسلې او مهمات ورکړل شي څو امنیت ټینګ کړای شي.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادۍ راډیو ته وویل، افغان چارواکي میدان وردګ مهم ګڼي او په دې باور دي چې د دې ولایت امنیت به د کابل پر امنیت مثبت اغېز وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzx0fxyt0zs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته