دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 145404
افغانستان په تقسیم باندی نه آبادیږی بلکه په وحدت سره جوړیږی/ افغانستان د هیڅ یو هدیه، صدقه، میراث، استثمار او استعمار نه دی
محمد اشرف غنی د افغانستان ولسمشر د رحمان بابا او خوشحال لیسو ځینو اتسادانو او زده کوونکو او د پوهنتونونو استادانو سره په کتنه کی وویل: افغانستان په تقسیم باندی نه آبادیږی بلکه په وحدت سره جوړیږی، افغانستان د هیڅ یو هدیه، صدقه، میراث، استثمار او استعمار نه دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالطیف روشان د عالی زده کړو وزارت سرپرست په دی کتنه کی وویل: زموږ کاری لمړیتوب د عالی زده کړو وزارت اداری استادان، زده کوونکی ته توجه دی ځکه چی د پوهنتونونو اکثره فارغین د کار په بازارونو کی نه جزبیږی او یا هم د کار ظرفیت نه لری.
هغه ټینګار وکړ چی د زده کوونکو د مشکلاتو د حل لپاره ځینی خاص برنامی به تطبیق کړی ترڅو د فارغ زده کوونکو لپاره کاری وضعیت بدلون وکړی.
همدارنګه د هیواد ولسمشر هغوی ته د کوچنی اختر مبارکی وویل او ټینګار وکړ چی نن زما زامن مریم او طارق زما او رولا غنی سره نسته، خو د هغوی پرځای زما زامن دلته دی او غواړم چی ستاسو پوښتنه وکړم، تاسو خپل پلار او مور ته راغلی یاست چی د ستاسو په اراده او خدمت لپاره؛ ارګ ماڼی کی ژوند کوی.
ښاغلی غنی حاضرینوته په خطاب کی وویل چی دا هیواد ستاسو په همت او خدمت باندی آبادیږی او ستاسو کورنیو څخه مننه کوم چی ستاسو په شان زامن یی روزلی دی او لیری توب قبلوی ترڅو د هیواد رهبران او مشران سی او که د افغانستان دشمنان داسی فکر کوی چی زما او د ځوانانو ترمنځ واټن رامنځته کیږی، دا هیله به په ګور کی یوسی.
هغه وویل چی تاسو د هیواد انرژی سرچینه او هیلی یاست او زما اراده ته قوت بخښی ترڅو خپل کار دوه چنده کړم ځکه ستاسو په سترګو کی د افغانستان باثباته کول او جوړول وینم او ستاسو څخه هر یو ددی هیواد رهبر یاست.
ولسمشر وویل هغه کسان چی رنج او غم لیدلی وی، خپل خلګو درد باندی په ښه توګه پوهیږی، سبا به چی تاسو د افغانستان مشران سی، هیڅ وخت به د افغانستان فقیر خلګ د یاده ونه باسی. هغه وویل چی ارګ د استبداد ځای نه، بلکهد مردم سالاری او د خلګو مشترک کور دی.
هغه وویل چی احمدشاه بابا د ۳۰ کالو څخه لنډ عمر درلود چی د افغانستان اساس یی کښیښوده او تاسو د افغانستان معاصر تاریخ لوی نسل یاست چی راتلونکی ته به ستاسو وحدت، اتفاق او پراخ فکر سره بدلون ورکړی.
ولسمشر د ښځی مقام ته په درناوی سره وویل چی هر ښځه پنځه نسلونو ته بدلون ورکوی او زموږ کورنی د محبت او هماهنګی مرکز دی. هغه وویل چی زموږ ځوانان باید فکری اتحاد ولری.
https://avapress.com/vdcdzk0foyt0oo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته