دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 145107
کار نتیجه ترکوم ځایه ورسیدل
د نمایندګانو مجلس ځینی غړۍهشدار ورکړ چی ملی شورا دننه انتحاری کسان د پارلمان دوو غړو په مرسته لیږول کیژی.
د رسنیو په ګزارش سره، د بدخشان خلګو نماینده په مجلس کی وویل: د هغه اطلاعاتو له مخی چی دا اونۍ د نمایندګانو مجلس اداری ته رسیدلی دی، موږ د مالګی د خرابیدو شاهدان یو. اطلاع ترلاسه سوی دی چی یو وکیل او یو سناتور انتحاری سره مرسته کوی او شاید پارلمان د خطرناکو پیښو شاهد وی.
دا لمړۍ ځل دی چی امنیتی ځواکونه داسی اطلاعات د پارلمان سره شریک کړی دی.
ویل سوی دی چی وکیل او سناتور انتحاری کس پارلمان دننه راوړی، ستاسو ( مجلس مشر ) څخه هیله کوی چی هغه وخت چی دوی دومره ذلیلیږی چی داسی عمل باندی لاس پوری کوی او انتحاری سی، د هغوی نومونه فاش کړی.
هغه وخت چی امنیتی ځواکونه تر دی حده اطلاع لری چی د شخص موقف تشخیص کړی، حتمآ دومره پوهیږی چی د پارلمان دا دوه غړۍ کوم کسان دی.
د پنجشیر خلګو نماینده هم په مجلس کی دی موضوع ته په اشاره سره د مجلس مشر ته وویل: تاسو مسوولیت لری که موضوع د رسنیو مخته نه شریکوی، حد اقل موږ وکلا خبر کړۍ چی دا کوم کسان دی چی انتحاری د شورا دننه راوړی.
په دی ټولو سره، عبدالرووف ابراهیمی د نمایندګانو مجلس مشر هم دداسی اطلاعاتو رسیدنه تایید کړ.
ښاغلی ابراهیمی وویل: بلی وو ډیر لوړ ګواښونه شتون لری، خو لازم نه وینو چی د مطبوعاتو په حضور کی دا موضوع مخته کړو، نن او پرون په دی اړه مو ناسته درلود او قرار دی چی بیا هم نن ناسته ولرو.
کار تردی ځایه رسیدلی دی چی شرم خپل حد او مرز له لاسه ورکړی دی او د حیوانیت تر مرتبه پوری هم تنزل کولای سی.
په همدی اړه یو ضرب المثل سته چی وایی ( وای از آن دم که بګندت نمک ) یعنی وای د هغه ورځی څخه چی مالګه خراب سی دا ضرب المثل په افغانستان کی هم توجیه کیږی چی مالګه خو په اصل کی هیڅ وخت نه خرابیږی خو په دی ځمکه کی مالګه هم خراب سوی دی.
افغانستان، هغه هیواد دی چی د نورو هیوادونو برخلاف عجیب او حیران کوونکی پیښی ډیر پکښی پیښیږی او دا ډول مسائل یو اودوه هم نه دی تر څو په فرصت سره هغه پیدا او ورته حیرانه سو.
د مثال په توګه، ډیر ځلی په هیواد کی لیدل سوی او اوریدل سوی دی چی هغه دولتی او خصوصی چارواک د لسګونو رسنیزه کمری په وړاندی، داسی خبره کړۍ یا هم داسی ادعا کړي دی او یا غیری مسئولانه موضع اتخاذ کړی چی د توپ لوړ افغان غږ خبری آژانسز په شان په ټول نړۍ کی پیچلی دی. خو د خبری د نتیجی په فاسدیدو سره خبری کوونکی له لوری سمدلاسه خبره رد سوی دی! چی د هیواد او خلګو مهم قضایاوو سره دا سی چلند انسان د کوچنیانو سطحیی قضایاوو یاد ته اچوی او انسان ته افسوس منځته راوړی چی څنګه ځمکه کی ژوند کوی چی لوی کسان یی د کوچنیانو عمل ترسره کوی.!
خو داسی په نظر رسیږی چی داسی د کوچنیانو چلند او عمل زموږ خلګو ته جدی او اساسی مشکلاتو منځته راوړی دی؛ هغه خطر چی کولای سی د ډیرو خلګو ژوند واخلی.
حداقل ۱۵ کاله کیږی چی ډیر صاحب نظران او زړه سواند پوهان دا فریاد کوی چی د ملی وحدت دولت او د هیواد لمړۍ سطحی دولتمردان خپل موضع د نظام دننی دشمن په وړاندی روشانه کړی او په هر توګه چی کیږی دا کسان د نظام څخه بهر وباسی؛ تر څو نن د انتحاری کسانو د سره د پارلمان دوو غړو د مرستو شاهدان ونه اوسو.!
هغه خبر چی یو هیواد د خپل دولت او ملت سره د نورو هیوادونو او ملتونو په وړاندی د خجالت څخه اوبه کوی او ډیر شرم آوره دی؛ ځکه چی دداسی خبری په اساس، قرار دی د یو مسلمان هیواد په پارلمان کی د پارلمان غړۍ د د دالر او دینار په لاسته راوړلو او یا هم د خدای په لاره کی د جهاد په نامه، خپل مسلمان همکاران د ملت په کور کی په هلاکت ورسوی.!
داسی په نظر رسیږی چی هیواد دی وضعی ته رسیدل یو دلیل لری او هغه هم د دول سرانو او ملی وحدت حکومت مشرانو بی تفاوتی او بی مسئولیتی د د نورو هیوادونو قسم خوړلۍ دشمن نمایندګانو په وړاندی چی د نظان په دننه کی د ملت په کور کی داسی وقاحت او ګستاخی ته لاس اچوی او که زموږ هیواد نظام دننه کی همداسی پاته سی، په راتلونکی کی د بدو پیښو په صبر هم پاته سو.
https://avapress.com/vdcdzk0f5yt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته