دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۰
د مطلب کود : 81890
هڅه کوو چې راتلونکي انتخابات په ښه ډول ترسره شي
د ولسمشرکرزي لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم ډاډ ورکړی چې؛ افغان حکومت به ترخپله وسه هڅه وکړي چې د راتلونکي کال انتخابات په ښه ډول ترسره شي.
ښاغلي فهیم دا څرګندونې ولسي جرګې ته د باور رایې د اخستلو لپاره د پنځو تنو کاندیدو وزیرانو د معرفي کولو په غونډه کې وکړې.
نوموړي وویل. افغان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې؛ د ۱۳۹۳ کال د اتنخاباتو امنیت ټینګ کړي.
"موږ به تر خپلې وسې پورې داهڅې وکړو چې؛ دغه انتخابات په سمه توګه په هیواد کې تر سره شي. ټول خلک هم دا مسوولیت لري چې؛ د دغه بهیر ملاتړ وکړي."
ضرار احمد مقبل د بهرنیو چارو، محمد عارف نورزی د اوبواو بریښنا، دین محمد مبارز راشدي د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، شاکر کارګر د سوداګرۍ او صنایعو او محمد اکبر بارکزی د کانونو او پطرولیمو د کاندیدو وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته معرفي شول.
په دې غونډه کې دین محمد کران او عبدالقادر عدالتخواه هم د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب لپاره ولسي جرګې ته معرفي شول.
د ولسي جرګې استازي وایي، دغو کاندیدانو ته به د چهارشنبه په ورځ د باور یا عدم اعتماد رایې ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzj0j.yt0fn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته