دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۰۵
د مطلب کود : 147105
اصلی تمرکز باید امنیت برابرولو باندی وی

 

اقتصادی عالی شورا د ولسشمر تر ریاست لاندی یو داسی طرحه ترلاس لاندی ونیول چی د هغه په اساس، د دولتی کارکوونکی معاشونه د موبایل له لاری ورکول کیږی.

اکلیل حکیمی د مالیی وزیر د دوشنبه په ورځ په دی ناسته کی وویل چی د ټولنیز چارو او کار وزارت، شهدا او معلولینو معاشونو ورکړه د موبایل له لاری شروع کړی دی.

ښاغلی حکیمی وویل چی د خدمت آسانه اداره د نورو ادارو سره په هماهنګی سره کار کوی ترڅو د معاشاتو ویش په برخه کی لازم تسهیلات رامنځته کړی. مصطفی مستور، د مالیی وزارت معین په دی ناسته کی یاد طرحه بریالی بللو سره وویل چی دا سیستم په ډیرو هیوادونو کی تر ګټی اخیستنی لاندی دی؛ ځکه چی دا سیستم معاشاتو ورکړه کی شفاف کیدنی سره مرسته کوی او غلا او تقلب څخه هم مخنیوی کیږی.

هغه زیاته کړه چی اړتیا سته ترڅو دا طرحه په تدریجی توګه شروع سی او مربوطه ادارو سره بالخصوص د قانون ځینو مادو تعدیل لپاره هم خبری وسی او مشترک بین الوزارتی کمیته جوړ سی.

لوړ خبری ډیری ښه دی او د هیواد ترقی لپاره ډیر اړین دی او واضح خبره دی چی هر دولت او حکومت باید خپل خلګ او هیواد تر امکان حده پوری ترقی ته ورسوی او ورسره په دی برخه کی مرسته وکړی.

خو داسی په نظر رسیږی او زموږ هیواد افغانستان وضعیت داسی دی چی دولتمردان هر برنامه او پروسه که مهم هم دی وی پریږدی او خپل اصلی تمرکز د امنیت تامین بالخصوص د جنګ وهلو سیمو لپاره ولګوی.

لکه څنګه چی پوهیږو او رسنۍ هم منعکسوی، طالبان او داعش ډله، په دی شپی او ورځو کی د ښه اقلیم څخه په ګټه اخیستنی سره، د افغانستان په ډیرو سیمو کی یو لړ عملیاتونو باندی لاس پوری کړی دی چی په دی ډیرو عملیاتونو کی بریالی هم ددی او توانیدلی دی چی د افغانستان ډیر مهم ولسوالی ونیسی.

ددی بریدونو او عملیاتونوترڅنګ په پایتخت او مرکزی سیمو کی هم تروریستان بیکاره نه پاته سوی او په کابل او مرکزی ښارونو کی د تروریستی بریدونو او انتحاری په مرسته، د کابل او ډیرو نورو ښارونو بی ګناه او ملکی خلګو ژوند اخیستی دی او په تازه ګی سره د همدی اونۍ په دوشنبه په ورځ، د یو جهنمی تروریستی برید سره د کابل په لویدیځ کی، زموږ ډیر هیواد وال شهیدان او ټپیان کړل.

له بلی خوا څو ډګریز جنګونه هم د هیواد په څو ښارونو لکه بغلان، قندز، ننګرهار او بدخشان او غزنی او غور کی په شدت سره ادامه لری او رسنۍ په تازګی سره د تیوره ولسوالی سقوط څخه د طالبانو په لاس خبر ورکوی.

یو مدنی فعال د غور ولایت څخه وایی: تراوسه د ملکی او نظامی تلفاتو په اړه دقیق معلومات نسته خو د ځینو عینی شاهدانو په وینا، لسګونه ملکی او نظامی کسان په دی ولسوالی کی په شهادت رسیدلی دی.

هغه زیاته کړه چی طالبان ټول ځایونه نیولی دی، ملکی او دولتی تاسیساتو ته اور وراچولی دی او ځینی ملکی کسان او روغتون کارمندان په ډزو ویشتلی دی.

د غور دا مدنی فعال وویل چی که دولت د تیوره ولسوالی بیرته نیولو لپاره هڅی ونه کړی ددی خطر سته چی سلما بند او دهرات څو نور ولسوالی د طالبانو تر تصرف لاندی ولاړ سی.

پوهان په دی باور دی چی دولت مخکی د نورو برنامو، اړتیا سته چی خپل نظامی توان د دشمنانو به وړاندی و ازمایی او د دولت اصلی مقصد تر ټولو دمخه د هیواد امنیت تامین وی او په دی لړ کی باید د دشمنانو ترمنځ هم هیڅ توپیر ونه وی.

خو داسی په نظر رسیږی چی زموږ دفاعی-جنګی سیستم د یو خطرناکی مریضی څخه رنج وړی او هغه د نظام دننه د غداره دشمن سره مدارا او مماشات سیاست دی چی هیڅ افغان او هیڅ کوم ډلی او قوم باندی رحم نه کوی او د هیواد خلګ وینی تویوی.

پوهان په دی باور دی چی ترڅو چی دا سیاست ادامه ولری د افغانستان خلګ به هم همداسی وژل کیږی او ټپیان کیږی به او د هیواد ښه راتلونکی لپاره هم په نږدیو کی کوم څه نه سو تصور کولای.

https://avapress.com/vdcdz50fkyt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته