د افغان غږ (
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې دغه، په دی بریدونو کې د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۵۷ تنه طالب او داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه ویلی، هوايي بریدونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار ولایت په کوټ، خوږیاڼو، هسکه مېنه او نازیانو ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
خبر پانه زیاتیوی، لومړی ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان کمانډو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۷ داعشیان وژل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه څه ندی ویلی،