دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 139122
د افغانستان حکومت په رسمی ډول سره د پاکستان څخه شکایت وکړ
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزارۍ له مخی، د افغانستان حکومت د پاکستان د مداخلو او راکتی بریدونو څخه د افغانستان پر خاوره باندی په رسمی ډول سره و سازمان ملل متحد ته شکایت وکړ.
د حکومت مقامات مخکی تردی ویلی وو: که د افغانستان دولت هڅی د پاکستان د راکتی بریدونو د درولو لپاره د دیپلوماتیک لاری نه ځواب ورنه کړی، افغانستان متقابل اقدام ته آماده دی.
د پاکستان راکتی بریدونه هغه وخت شدت پیداکړی دی چی د پاکستان د سند په ایالت کی پر یو زیارت ګاه باندی برید وسو او د هغه په لړ کی حداقل ۹۰ تنه مړه او ۲۳۰ تنه نور هم ټپی سوی دی.
پاکستانی مقامات ادعا کوی چی ددی برید سازمان ورکوونکی د افغانستان دننی څخه هدایت کیږی خو افغانستان حکومت ددی ادعا په ردولو سره ویلی دی: پاکستان د خپل امنیت او منطقی امنیت د تامین لپاره، د تروریستانو ځالي په خپل خاوره کی له منځه یوسی.
https://avapress.com/vdcdxn0fxyt0sf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته