دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 41632
آرشیف
آرشیف
د افغانستان خلک د ترکیې هېواد ته د یوه دوست او ورور هېواد په سترګه ګوري او هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودې اړیکې د ستراتیژیکو همکاریو کچې ته لوړې شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي او د ترکیې جمهوررئیس
عبدالله ګل پرون د امریکا د متحده ایالاتو د شیکا ګو په ښارکې سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د سولې د بهیر، د سولې په بهیر
کې د ترکیې هېواد د ونډې اخیستنې او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د همکاریو په
باب خبرې وکړې.

د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو په دې باندې موافقه وکړه چې د افغانستان او
ترکیې ترمنځ اړیکې ستراتیژیکې کچې ته لوړې کړي.

د ترکیې جمهوررئیس وویل: افغانستان زموږ دوست او ورور هېواد دی او په هر ډول
شرایطو کې یې ملاتړ کوو. ده هیله وکړه چې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ
درې اړخیزې خبرې دوام ومومي.

ده، همداراز د افغانستان د بیا رغونې، د امنیتي ځواکونو د روزنې او د سولې له
بهیر څخه د ملاتړ لپاره د خپل هېواد چمتوالي څرګند کړ.

په مقابل کې حامدکرزي د ترکیې خلک د افغانستان د خلکو تاریخي دوستان وبلل، وې
ویل چې د افغانستان خلک د ترکیې هېواد ته د یوه دوست او ورور هېواد په سترګه
ګوري او هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودې اړیکې د ستراتیژیکو
همکاریو کچې ته لوړې شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل: هیله لرم چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ستراتیژیک
تړون په لاس لیک سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوه ټاکلې اډانه پیدا کړي.#




سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdx90o.yt0fs6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته