دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۱
د مطلب کود : 136422
ولسمشر غني د پخواني لومړي وزیر موسی شفیق کړنې یادې کړې
ولسمشر اشرف غني د افغانستان پخواني لومړي وزير موسی شفيق په اړه وایي، ملي ګټې موسی شفیق ته سره کرښه وه چې باید سیاستونه یې تعقیب شي. له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغو مراسمو کې د هېواد له سیاسي نظام څخه د ملي ملاتړ غوښتنه وکړه.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : د بهرنیو چارو په وزارت کې د پخواني لومړي وزیرمحمدموسی شفیق په هکله علمي سیمنار جوړ شو. ولسمشر محمد اشرف غني دغو مراسمو کې خبرې وکړې او د موسی شفیق کړنې یې د باثباته افغانستان له پاره وستایلې.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي: “د خدای بښلي موسی شفيق سياست د دې استازولي کوله چې افغانستان بايد د هېواد سياسي ثبات ته وفا ولري او برابري هغه اصل دی چې دا ټولنه وفا، آرامۍ او ثبات ته رسوی شي.”

ولسمشر غني دغه راز ملي ګټې د موسی شفیق له پاره سره کرښه یادهکړه او د هیرمند سیند د اوبو وېش یې له ایران سره د هغه ښه کړنه په ګوته کړه.

اشرف غني زیاتوي: “د دې معاهدې په اړه په موسی شفيق نيوکې وشوې او ډېر فشارونه پرې وشول چې دا معاهده وتړل شي، خو شفيق صیب په دې نظر و چې افغانستان او ګاونډيان يې په خپلو ګډو ګټو پوه شي او له يو بل سره د يوه سيال په توګه نه بلکې د يوه دوست په توګه چلند وکړي.”

د بهرنیو چارو سرپرست بیا له کورني سیاست ملي ملاتړ مهم بولي چې په دې سره به د هغه په وینا، بهرنۍ تګلارهاو اړیکې هم ښې تنظیم شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرستصلاح الدین رباني وايي: “د دې اړتيا ده چې ژور باور او ملي اعتماد رامنځ ته شي څو په نړيواله کچه ښه پياوړي وو او بشپړ ځواک ولرو.”

محمد موسی شفیق د ۱۳۰۸ لمریز کال د غبرګولي په پنځمه د ننګرهار په ولایت کې نړۍ ته سترګې وغړولې هغه لومړنۍ زده کړې په دیني مدرسو کې وکړې او د کابل له عربي دارالعلوم فارغ شو او لوړې زده کړې یې د لېسانس په کچه د اسلامي حقوقو په برخه او ماسټري یېد الازهر پوهنتون د قضایي علومو په برخه کې واخيستهاو دوهمه ماسټري یې د نیویارک د کولمبیا له پوهنتون ترلاسه کړه. هغه په ۱۳۵۰لمريز کال د بهرنیو چارو وزیر شو او په ۱۳۵۱لمريز کال کې د ظاهرشاه په واکمنۍکې لومړی وزیر شو خو په جمهوري نظام کې زنداني شو او د ۱۳۵۷لمريز کال د غویي په ۲۴مه ووژل شو.
https://avapress.com/vdcdx90fxyt0so6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته