دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۰:۵۰
د مطلب کود : 136125
پي آی اې پاکستاني هوايي شرکت د کابل لس کلن پوروړی
د پاکستان پي آی اې هوايي شرکت له ۲۰۰۵ميلادي کال راهیسې افغان حکومت ته مالیه نه ده ورکړې. د مالیې وزارت مسولین وايي چې د موضوع د څېړنې له پارهپاکستاني او افغاني ګډ پلاوي څېړنې پیل کړېدي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرگراری له مخی : د افغانستان د شفافیت بنسټ مسولین وايي چې د مالیې راټولولو منظمه تګلاره نشته چې له همدې کبله فساد ته لاره هواره شوې ده.

  پی آیاې، هغه پاکستانی شرکت چې له یوې لسیزې ډېره موده په افغانستان کې الوتنې کوي. اریانانیوز ته رسېدلي رپوټونه څرګندوي چې دغه شرکت د ۲۰۰۵مېلاديکال راهیسې افغانستان ته مالیه نه ده ورکړې. مالیې وزارت وايي، قضیه د افغانستان او پاکستان د استازو د ګډ پلاوي له خوا د څېړنې په حال کې ده.

  د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحیمزی وايي: “دغه دولت مکلف دی چې خپل پورونه ورکړي، له همدې کبله د دې موضوع د څېړلو له پاره د پاکستان او افغانستان يو ګډ هيت ټاکل شوی دی.”

  په ورته وخت کې، د روڼتیا څار سازمان وايي، په افغانستان کې د مالیې راټولو سېسټم روڼ او اسانه نه دی او په خپله فساد ته زمینه برابروي.

  د روڼتیا څار سازمان رییس محمد اکرم افضلي وايي: “زموږ يو له لويو ستونزو د مالياتو ورکول بهير دی، دا يو منل شوی او روڼ بهير نه دی، له همدې کبله يې هر وخت د فساد په اړه شک او ګمان کېږي.”

  د هوايي چلند د قانون له مخې ټولې بهرنۍ الوتکې د افغانستان دفضا په استفادې سرهپه حق العبور ورکولو مکلفې دي او د هېواد له ځمکې د استفادې په صورت کې بیا پرې جلا مالیات وضعه کېږي.

  اقتصادي شنونکی شبیر شبیري وايي: “دا دوسيه بايد د حکومت له لوري وڅارل شي، څنګه امکان لري چې يو هوايي شرکت په ورځو او شپو د يوه هېواد له هوايي حريم څخه استفاده وکړي او ماليه ورنه کړي.”

  پی آیاې هغه پاکستانی هوايي شرکت دی چې اوس مهال په اونۍ کې له کابل څخه پاکستان ته شپږ الوتنې کوي.
https://avapress.com/vdcdx90fkyt0sf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته