دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 85003
امریکايي سناتوران وايي، د افغانستان د جګړې په اړه پرېکړه دې کانګریس تصویب کړي
تاند- د امریکا د کانګریس په مشرانو جرګې کې د دواړو ګوندونو د سناتورانو یوې ډلې، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسېدو غوښتونکي دي، د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل، که په پام کې لري چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پوځیان ولري، نو باید دا پرېکړه د کانګریس په تصویب وشي.
د ولسمشر بارک اوباما حکومت له ډېرې مودې راهیسي د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره دوه اړخیزه امنیتي موافقه وکړي خو تراوسه پوري د افغانستان ولسمشر نه دی حاضر شوی چې دا موافقه لاسلیک کړي.
د دیموکرات ګوند سناتور جیف میرکلې خبریالانو ته وویل:«موږ د دواړو ګوندونو له لوري په ګډه یو پرېکړه لیک وړاندې کوو څو ووایو چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د هر امریکايي پوځي د پاتې کېدو په اړه د ژمنې تر کولو مخکې دې کانګریس په دې اړه پرېکړه وکړي.»
ده همداراز وویل:«د نورو مسلو اتومات تصویب د منلو وړ دی خو کله چې خبره د جنګ وي، باید بیا د کانګریس رایه پرې واخیستل شي.»
محافظه کار سناتور مایک لي او جمهوري غوښتونکي سناتور رانډ پاول هم ورته غوښتنه وکړه.
د دیموکرات ګوند سناتور جو مانچین وویل چې حامد کرزی نور د امریکا متحد نه دی.

ده په افغانستان کې د امریکا د سر و مال تاوانونو ته په اشارې وویل:که په پیسو او پوځي قوې د نړۍ کومه برخه بدلېدای شوای نو موږ دا کار کړی دی. ده د افغانستان جګړه ناکامه وبلله.
د دوی په پرېکړه لیک کې نه په افغانستان کې د پوځیانو د پاتې کېدو او نه هم له دې هیواده د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه شوې ده او نه د امریکا پوځ پر القاعده شبکې له حملو یا د استخباراتي معلوماتو له راټولولو راګرځول شوی دی.

پرېکړه لیک وايي:«له څه باندې لس کاله جګړې وروسته پکار ده چې کانګریس او تر دې هم مهم د امریکا خلک په دې هکله نظر ورکړي او بحث وکړي.»

په کانګریس کې د دواړو ګوندونو دې ګډې ډلې همداراز ویلي:«په دې جګړه کې د امریکایانو د وینو د قربانیو او پیسو پرېکړه باید په سپینه ماڼۍ او پینتاګون کې ونه شي.»

د دوی پرېکړه لیک اجرايي ضمانت نه لري، خو ورڅخه دا انتباه اخیستل کېدای شي چې د کانګریس د غړیو دریځ څه دی یا په کوم لوري د بدلېدو په حال کې دی. همداراز د امریکا پر حکومت تر یوه حده فشار اچولی شي.

د متحدو ایالتونو د مشرانو او استازو جرګو تېر کال دې ته د ورته اقداماتو وړاندیز وکړ خو په کانګریس کې تصویب نه شول.

د افغانستان په جګړه کې، چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو میاشتو کې پیل شوه، تراوسه پوري ۲۳۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي او تر ۶۰۰ ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګول شوي دي.

د امریکا د کانګریس په مشرانو جرګې کې د دوو ګوندونو ګډې ډلې د امریکايي پوځیانو مرګ ژوبلو او د امریکا مالي تاوانونو ته په اشارې ویلي چې اوس هغه وخت راغلی چې افغانان د خپلو چارو مسوولیت په خپله غاړه واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsz0j.yt0kz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته