دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 152839
امریکا پاکستان ته د ۷۰۰ میلیون ډالرو پوځي مرستې ورکول مشروط کړي

د امریکا سنا مجلس د پاکستان لپاره کابو ۷۰۰ میلیون ډالر د پوځي مرستې په خاطر په پام کې نیولې ده خو په دې شرط چې پاکستان حکومت د ترهګرو ډلو د امن ځایونو پر خلاف جدي ګامونه پورته کړي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د دغې مرستې لومړی جوپه د ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پاکستان ته ورکړل شي خو سنا مجلس باید د امریکا دفاع وزیر له خوا د ترهګرو پر ضد د پاکستان حکومت د هڅو او اقداماتو په هکله تصدیق نامې ترلاسه کړي.

د امریکا سنا مجلس وکیلان وايي، پاکستان باید په خاصه توګه د حقاني ترهګرې شبکې پر خلاف جدي ګامونه پورته کړي چې د افغان او امریکایي چارواکو په وینا د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري.

امریکایي سناتورانو په همدې حال کې د امریکا پر دفاع وزارت غږ کوي چې له پاکستان سره د امریکا مالي مرستې پر برنامې جدي څېړنې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې په هېواد کې روانه تاوتریخوالې پر افغانستان د ټپل شوي جنګ سره ریښې لري چې د پاکستان له خوا پر مخ بیول کیږي.

چارواکي زیاتوي، چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي، پټنځايونه ورکوي، او د هغوي اکمالاتو په چارو کې مرستې کوي، په خاصه توګه له حقاني شبکې سره چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د اګسټ په میاشت کې د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د واشنګټن نوې ستراتیژي د اعلانولو پر مهال پر پاکستان سخت نیوکه وکړه او زیاته کړه چې دغه هېواد اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsx0fnyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته