دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 59363
د عطا محمد نور له خبرداري وروسته کرزي په تذکرو کې د قوم او ژبې درج کېدا ومنله
تاند- وروسته له دې چې د بلخ مقتدر والي عطا ومحمد نور کرزي ته په خطاب کې پټکه وکړه چې د افغانستان د تابعیت په نویو الیکترونیک تذکرو کې دې د قومیت یادونه وشي، د کورنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د حامد کرزي په امر به په نویو تذکرو کې نه یوازې قوم بلکې ژبه هم درج کړي.
د بلخ والي عطا محمد نور تېره اوونۍ په بلخ کې د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول ته وویل چې کرزي ته خبر ورکړي چې په نویو تذکرو کې دې د ټولو خلکو قوم ولیکل شي.
ښاغلي عطا، چې د شمال د پخوانۍ ټلوالې د نورو مشرانو په شان تر ملي پر قومي او سمتي هویت زیات تاکید لري، ویلي و چې که په نویو تذکرو کې د خلکو قوم ثبت نه شي دا به د هغوی له هویت سره دښمني وي.
په وروستیو نژدې دوولس کلونو کې د حکومت او پر هغه د نفوذ لرونکو کړیو له لوري هڅه شوې چې افغاني هویت تر پوښتنې لاندې راوستل شي، بیا بیا پر دې تاکید وشي چې په افغانستان کې ملت نه دی جوړ شوی. ښاغلي عطا د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول ته په زغرده ویلي چې«په بهرکې موږ ته افغانان ویل کېږي لیکن دلته هر څوک ځان ته خپل قومي هویت لري.»
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال میرزا محمد یارمند د الیکترونیکو تذکرو د وېش د پروسې په اړه له مشورتي غونډې وروسته وویل:«په نویو تذکرو کې به د افغانستان قومونه او ژبې درج شي څو د نفوس په سرشمېرنه کې مرسته وکړي.»
تر دې پخوا پرېکړه شوې وه چې په نویو الیکترونیکو تذکرو کې به، چې د کارت بڼه به لري، د چا قوم او ژبه نه لیکل کېږي بلکې د ټولو د ملیت به افغان لیکل کېږي خو په کارت کې په موجود چیپس کې به د هر تبعه د قوم او ژبې په شمول ټول مشخصات ثبت وي.
دا پرېکړه د نوي یمې لسیزې د جنګونو ترخو تجربو ته په پام سره شوې وه چې د اوسني حکومت اکثره اصلي چارواکي پکې ښکېل ول.
ټاکل شوې ده چې د نویو تذکرو وېش د حمل له لومړۍ څخه پیل شي. تر دې مخکې هم په ځلونو د نویو تذکرو د وېشلو لپاره نېټې ټاکل شوي خو د حکومت د نورو کارونو په شان بېرته هېرې شوي او د نویو نېټو اعلانونه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال وویل چې نوې تذکرې به د طالبانو په شمول د افغانستان ټولو وګړو ته ورکړل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdss0k.yt0n96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته