دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 124434
صنعت کاران د کورنیو تولیداتو په اړه د حکومت پر بې پامۍ نیوکه کوي
افغان صنعت کاران وايي، چې حکومت له صنعت کارانو څخه د ملاتړ او د کورنیو تولیداتو د پرمختګ لپاره ځانګړې برنامه نه لري او حتی د دې صنعت کارانو لپاره یې ترانزیتي اسانتیاوې هم نه دې برابرې کړې.
افغان صنعت کاران وايي، چې حکومت له صنعت کارانو څخه د ملاتړ او د کورنیو تولیداتو د پرمختګ لپاره ځانګړې برنامه نه لري او حتی د دې صنعت کارانو لپاره یې ترانزیتي اسانتیاوې هم نه دې برابرې کړې.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین هم وايي، چې له کورنیو تولیداتو څخه د حکومت نه ملاتړ د دې لامل شوی چې پانګوال په هېواد کې خپله پانګه کمه کړي.
د هېواد ناوړه سیاسي او امینتي وضعیت د صنعت کارانو فعالیت ننګولی دی. صنعت کاران وایي، له افغانستان د راتلونکې په هکله د منظمې برنامې نه شتون دوی په هېواد کې له پانګونې څخه زړه توري کړي دي.
بل پلو یوشمېر هغه صنعت کاران چې په لوی زړه یې په افغانستان کې صنعتي شرکتونه جوړ کړي دي، د افغان حکومت پر نه ملاتړ نیوکه کوي، دوی وایي، حکومت له دوی څخه مالیه اخلي خو په دې اندازه يې دوی ته اسانتیاوې نه دي برابرې کړې.
د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار نه شتون او د ترانزیتي لارو ستونزې هغه نورې ننګونې دي چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین يې اندېښمن کړي او د حکومت پر بې پامې نیوکه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د بزګر د میلې په ورځ ویلي وو چې پر بهرنیو وارداتو به مالیه تر ۱۵۰ سلنې پورې لوړه کړي او همدارنګه یې دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو پر پېرلو مکلفه وبللې.
خو صنعت کاران اوس هم ادعا کوي چې د ولسمشر ژمنې د شعار تر حده پاتې کېږي.
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcdso0foyt0xo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته