دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 119430
اوباما: داعش ډله د جګړې په ډګر کې موږ نه شي ماتولی
اوباما دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کې د خپل نهه ورځني سفر په پای کې وکړې.

هغه د روسيې له ولسمشر ولادمیر پوتینه وغوښتل چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزه کې له نړېوال ایتلاف سره ملګری شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې متحده ایالات به له خپلو نړېوالو شریکانو سره د اسلامي دولت ډلې پر ضد مبارزه کې زړه نا زړه نه شي او ټینګار یې وکړ چې نړۍ پر پاریس یا نورو ځایونو د سخت دریځو حملې نه شي زغملی.

د ترورېستانو د ځپلو لپاره ورته ژمنه اوباما د تیرې جمعې په ورځ د مالي په مرکز کې پر یوه هوټل حملې ته په اشاره هم کړې وه.

ولسمشر اوباما زیاته کړه:

"موږ به د مالي له خلکو سره چې له ترورېستانو د خپل هېواد د پاکولو او د ډېموکراسۍ د پیاوړي کولو لپاره کار کوي، ودریږو.

متحده ایالات به له خپلو متحدینو او شریکانو سره د هغو په وړاندې مبارزه کې زړه نازړه نه شي چې زموږ اتباع په نښه کوي.

موږ به د تروریستي شبکو د له منځه وړلو کار ته دوام ورکړو.

موږ به دغو قاتلانو ته د مصؤن ځایونو د لرلو اجازه ورنه کړو."

اوباما ترکیې او اسیا ته د خپل نهه ورځني سفر په پای کې د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کې په خپلو څرګندونو کې دغه راز د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتینه وغوښتل چې د امريکا تر مشرۍ لاندې له ائتلاف سره ملګرى شي.

ده وويل، د اسلامي دولت سخت دريځې ډله د يوې روسۍ مسافر وړونکې الوتکې په نسکورولو تورنه ده.

تېره مياشت په هغه پېښه کې ۲۴۰ مسافر ووژل شول.

اوباما په خپلو خبرو کې وويل، پوتين بايد په هغو کسانو پسې لاړ شي چې د روسيې اتباع يې وژلي دي.

اوباما دا څرګندونې بیرته واشنګټن ته له ستنیدو لږ مخکې په مالیزیا کې وکړې.

هغه په دې سفر کې له فلپین او ترکیي څخه هم کتنه وکړه. په ترکیه یی د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونود سرمشریزۍ په حاشیه کې له پوتین سره وکتل.

اوباما وویل، په داسې حال کې چې روسیې په سوریه کې هوایي بریدونه زیات کړي مسکو پرهغو منځ لارو یا معتدلو وسله والو تمرکز کړی چې د روسیې د ملاتړي د سوریې د ولسمشربشارالاسد پرضد جنګیږي.

اوباما له روسیې وغوښتل چې په خپل دریځ کې ستراتیژي بدلون راولي او د اسد له ملاتړه لاس واخلي.

اوباما زیاته کړه، تر هغو پورې چې اسد په واک کې وي په دې هیواد کې به شخړې پای ته ونه رسیږي.

د اسوشیټيډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اسد د رژیم او د وسله والو یاغیانو ترمنځ د جګړو په نتیجه کې چې نژدې پنځه کاله یې دوام وکړ، له امنیتي خلا څخه په استفادې د اسلامي دولت ډلې سر راپورته کړ چې نن ورځ د سوریې او د عراق د خاورو پر ډیره برخه کنټرول لري.

هغې ډلې چې د پاریس د تیرې اونۍ د حملو چې په نتیجه کې یې ۱۲۹ کسان ووژل شول او شاوخوا دری نیم سوه نورټپیان شول، مسولیت هم په غاړه اخیستی دی.

اوباما زیاته کړه، د اسلامي دولت ډله یا داعش د جګړې په ډګر کې موږ نه شي ماتولی خو دا ډله د تروریستي اعمالو له لارې د ویرې خپرولو هڅه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsn0fzyt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته