دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۵۶
د مطلب کود : 38573
افغانستان او ترکیه په خپلو کې د سوداګرۍ د پراختيا هڅه کوي
په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو او د افغان او ترکیې د صنعتکارانو د ټولنې ترمنځ د دوشنبی په ورځ یوه ګډه غونډه جوړه شوې وه.
ترکي سوداګر د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، چې اوسمهال درې سوو ملیونو ډالرو ته رسیږي، کافي نه بولي.

په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو او د افغان او ترکیې د صنعتکارانو د ټولنې ترمنځ د دوشنبی په ورځ یوه ګډه غونډه جوړه شوې وه.

د دې ټولنې مسوولینو وویل، چې باید د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګریزی اړیکې لا پیاوړې شي.

د افغان - ترک د صنعتکارانو د دې ټولنې سکرتر جنرال ″مراد اقیوز″ په دې اړه وویل:

″د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګرۍ ته په کتو سره داسې معلومیږي، چې د تیرو کلونو په پرتله د ودې په حال کې ده، خو دا، چې افغانستان او ترکیه ډیرې ښې او پراخې دوستانه اړیکې لري، نو بیا دا اندازه کمه ده، موږ باید هڅه وکړو، چې ترکیه په افغانستان کې د سوداګرۍ په برخه کې ډیره او ښه ونډه ولري او افغانستان باید په دې برخه کې ښه رول ولوبوي.″

د ښاغلي آقیوز په وینا ترکیې اوسمهال په افغانستان کې له یومیلیارد ډالرو زیاته پانګونه کړې، چې تر ډیره په ساختماني، صنعتي او تعلیمي برخو کې ده.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې دمګړۍ ترکیه افغانستان ته له دوه سوه پنځوس ملیونو ډالرو زیات صادرات لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال عتیق الله نصرت وایي.

″اوسمهال د افغانستان او ترکیې تر منځ د سوداګرۍ حجم نږدې درې سوه میلیونه ډالره دی، چې ډېری صادرات له ترکیې څخه افغانستان ته دی. یعنې دوه سوه پنځه اویا میلیون ډالره صادرات د ترکیې افغانستان ته دی او پاتې نور له افغانستان څخه ترکیې ته دی.″

د افغانستان او ترکیې تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره داسې مهال هڅې روانې دي، چې د افغان ترک د صنعکارانو د ټولنې د معلوماتو له مخې ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د دې ټولنې له خوا دوهم نړیوال نندارتون جوړ شي.

د افغان ترک د صنعکاراتو د ټولنې د سکرتر جنرال په وینا دا ډول نندارتونونه کولای شي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ لا وغوړوي.

دغه نندارتون، چې ټاکل شوي، د روانې میاشتې له څوارلسمې تر شپاړسمې نیټې جوړ شي، د دواړو هیوادونو بیلا بیل توکي لکه غالۍ او الکترونیکي وسایل به نندارې ته په کې وړاندې شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsk0s.yt0j56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته